د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

کيسنجر: له کوم بحران پرته له افغانستانه څنګه وتلاى شو؟


هينري کيسنجر
هينري کيسنجر
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر او پیژندل شوي سیاستوال ډاکټر هینري کیسنجر واشنګټن پوست ورځپاڼې کې یوه مقاله لیکلې او لیکي:

په افغانستان کي د امریکا ونډه د نورو درېیو بې نتیجو جګړو په څېر چې په دويم نړیوال جنګ کې د متحدانو له بري وروسته ختمې شوې، مخ په ختمیدو ده.

نن سبا د افغانستان د جګړې په اړه حیرانوونکي نظرونه خپرېږي چې د ستراتیژۍ پر ځاى، د خلکو پام له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو ته اړول کیږي.

د ډاکټر هینري کیسنجر په وینا، امریکايي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې تروریستي حملو وروسته افغانستان ته لاړل او دا ځکه چې طالبانو د دغو حملو عاملانو ته پناه ورکړې وه.

د طالبانو د رژیم له ړنګولو وروسته امریکایي عسکر په افغانستان کې د ارګانونو د بیارغولو او قوي کولو په مقصد په دې هیواد کې دېره شول.

خو په افغانستان کي یوه ستره ستونزه موجوده ده او هغه دا چې افغانان بهرنیو ځواکونو ته د اشغالګرو په سترګه ګوري او د دغو ځواکونو د وتلو پر مهال افغانان یو ځل بیا په خپلو کې په سیالیو او جګړو کې ښکېل کېږي .

د امریکا دا هدف چې غواړي په افغانستان کې یو سالم نظام حاکم کړي، له زیاتو پوښتنو سره مخامخ دی.

پر نورو مسئلو سربېره، په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په اړه هم اندېښنې موجودې دي او دا ځکه چې هېڅوک ډاډمن نه دى چې د بهرنیو ځواکولو له وتلو وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د پوره امنیت ساتلو جوګه وي.

افغانان بهرنیو ځواکونو ته د اشغالګرو په سترګه ګوري او د دغو ځواکونو د وتلو پر مهال افغانان یو ځل بیا په خپلو کې په سیالیو او جګړو کې ښکېل کېږي

کيسنجر

له بلې خوا، د امریکا په دننه کې له نظر پوښتنو څخه معلومېږي چې په سلو کې ۷۰ تنه امریکایان له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو ملاتړ کوي.

د دغو ټولو ستونزو په پام کې نیولو سره، متحده ایالات دا مهال د یوه بدیل موندلو په فکر کي دي.

د ډاکټر هینري کیسجر په وینا ،متحده ایالاتو د جرمني په مرسته د طالبانو د مشر ملاعمر له استازي سره خبرې کړي او غواړي په هر ډول چې کېږي د افغانستان جګړې ته د پاى ټکی کښېږدي. خو دغه هدف ته رسېدل هم آسانه کار نه دی او باید یوه عملې طرحه ورته جوړه شي.

د عملی ستراتیژۍ لپاره باید څلور ټکي په نظر کی ونیول شي:

اوربند، له افغانستان څخه د ټولو او یا یو شمېر بهرنیو ځواکونو وتل، د یوه ایتلافي حکومت جوړېدل او یا هم د ډلو تر منځ د سيمو ویش او یا هم له دغو دواړو څخه د عملي میکانیزم لپاره یو ترکیب باید جوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر په مقالې کې لیکي:

په افغانستان کې تر ټولو سخت کار د یوه عملي کاري میکانیزم جوړول دي. علت یې دا دی چې په افغانستان کې له درېیو لسيزو جګړو وروسته هره ډله او تنظیم د خپلو ګټو پر اساس ځانونه مطرح کوي.

په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو عسکرو په پاته کېدو او یا هم د نړیوال ضمانت په واسطه او یا د دواړو په ترکیب کې یو کاري یا اجرائیوی میکانیزم جوړېدى شي.

له افغانستان څخه باید د عسکرو ایستل دايمې وي او د بیا مداخلې خیال باید له سرونو لیرې شي.

ډاکټر کیسنجر لیکي:

دا تصور چې د نړۍ یوازینی ستر قدرت له ماتې سره مخامخ شوی دی، ناوړه عواقب رامنځته کوي. په دې خبرو سره به افراطیت او جهادي مفکورې غښتلې شي.

په افغانستان کې د امریکا په ماتې سره به د کشمير مبارزین هم د هند پر ضد همدا ډول تاکتیک پر مخ بوځي او په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ حمله یې یوه بېلګه ده.

د افغانستان د کورنۍ جګړې پر لوري د دغه حرکت په نتیجه کې ممکن هند او پاکستان چې دواړه هستوي طاقت هم لري، په خپلو کې په جګړو کې ښکېل شي، خو د دې جګړې زیان به امریکا ته نه بلکې د افغانستان ګاونډیانو ته زیات وي او افغانستان به یو ځل بیا د هند، پاکستان ، ایران، روسیې او چین د سیالیو په ډګر بدل شي.

ډاکټر کیسنجر په دې باور دی چې له افغانستان څخه د عسکرو په ایستلو کې هر ډول بيړه به افغانستان او نړۍ ته ګواښونه مخامخ کړي.

په افغانستان او سيمه کې حالاتو او سیالیو ته په پام، یوازېنۍ لار دا ده چې له طالبانو سره تړونونه عملي شي او یا په بل عبارت، یو اجرائیوي میکانیزم د یوه سيمه ييز کنفرانس له لارې جوړېدى شي.

د هنري کیسجنر په وینا، له افغانستان او عراق څخه د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته او د مصر د انقلاب په واسطه چې کومه نوې ستراتیژي جوړه شوې، د امریکا د مشرتابه ونډه او ملي ګټې له پامه نه شي غورځېدى او په داسې یوه حالت کې به د افغانستان بحران ته د یوې منطقي لارې پیدا کول ډېر ښه پيل وي.
XS
SM
MD
LG