د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

ولسي جرګه: افغان حکومت دې ژرترژره پاتې وزیران رامعرفي کړي


د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي
که څه هم افغان حکومت ولسي جرګې ته د کابینې د پاتې غړو د ورپیژندلو لپاره کومه نېټه نده ټاکلې، خو د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د پاتې وزیرانو لست دې تر راتلونکې شنبې پورې دې جرګې ته واستوي.

ولسي جرګې دا غوښتنه وروسته له هغې کړې، چې د تیرې سې شنبې په ورځ یی له ولسمشر کرزي سره په دې اړه خبرې کړې وې.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي که څه هم په دې لیدنه کې د شویو خبرو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې نه کړل، خو په دې اړه یې د جرګې د چهار شنبې ورځې غونډې پرېکړه په دې ډول اعلام کړه.

″د شنبې په ورځ به زموږ ځانګړې اجنډا څه وي؟ که موافق وی، نو د شنبې په ورځ د وزیرانو معرفي ده، که نه نو چوپتیا به غوره کوو. سمه ده ؟″

دا، چې ولسي جرګه ولې په دې کار کې بیړه کول غواړي په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو له ولسمشر سره یې له لیدنې وروسته ویلي، چې ښاغلي کرزي ورته ډاډ ورکړی، چې دا وزیران به ډیر ژر وروپیژني.

له ولسمشر سره د وکیلانو د لیدنې یو بل هدف د ځانګړې محکمې لغوه کول وو، خو د ځینو رپورټونو له مخې ولسمشر بیا هم په دې اړه کوم ځانګړې دریځ نه درلود.

حال دا، چې په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت استازی ګل پاچا مجیدي بیا د ځآنګړې محکمې موجودیت په وکیلانو یو داسې فشار بولي، چې د بیلابیلو مسالو په اړه یې کارونه اغیزمن کړي.

″په دې ډېر تاسف کوم، چې د خاصي محکمې فشار پر وکیلانو دومره زیات شوی، چې وکیلان نه شي کولای، په خپلو اصولي او قانوني مسایلو کې موضعګیري ولري.″

له بل لوري بیا معترضه کاندیدان بیا بیا په حکومت فشار راوړي، چې د ځانګړې محکمې تر وروستۍ پریکړې دې د کابینې پاتې غړي نه ورپیژني.

د دغو کاندیدانو په وینا د ولسمشر دا کار به ولسي جرګې ته، چې د دوی په وینا د درغلیو په پایله کې جوړه شوې مشروعیت ورکړي.

خو افغان ولسمشر وار وار ټینګار کړی، چې ولسي جرګې ته دراناوی لري او ډیر ژر به د وزیرانو لسټ ورواستوي.

راپور: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG