د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

له افغانستانه به امریکايي عسکر په ټاکلي وخت وایستل شي؟


او وایي، په پالیسۍ کې د بدلون په اړه کوم ستر بحث
او وایي، په پالیسۍ کې د بدلون په اړه کوم ستر بحث
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، جمهور رییس بارک اوباما به د جولای میاشت کې له افغانستان څخه “د واقعي شمېر” عسکرو د ایستلو امر ورکړی.

له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په اړه د جمهور رییس اوباما پریکړه به د اسامه بن لادن له وژنې وروسته، د افغانستان د اوږدې جګړې په اړه د امریکا د کانګرس او خلکود حوصلې ازمیښت هم وي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا یو لک امریکایي عسکر دېره دي او دا شمېر د جمهور رییس اوباما د کار له پیل مخکې وخت په پرتله درې برابره زیات دی. تمه ده چې امریکایي عسکر به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

جمهور رییس اوباما ممکن په روانې میاشت کې اعلان وکړې، چې څه شمېر عسکر به له افغانستان څخه وباسي. جمهور رییس اوباما ژمنه کړې چې د نظر وړ شمېر عسکر به له افغانستان څخه وباسي خو د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس چې په نږدې ورځو کې به خپله دنده پریږدي، په دې باور دی چې له افغانستان څخه د لږ شمېر عسکرو ایستل مناسب کار دی.

سپینه ماڼۍ هڅه کوي چې د جمهور رییس اوباما د عسکرو د ایستلو پریکړه ډېره مهمه ونه ښیي او وایي، په پالیسۍ کې د بدلون په اړه کوم ستر بحث نشته او تر ټولو مهه نیټه ۲۰۱۴ کال دی چې ناتو په کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د انتقال ژمنه کړې ده.

د جمهور رییس بارک اوباما ویاند جي کارني وایي، جمهور رییس د جګړې ستراتیژي جوړه کړې ده او د جولای میاشت کې د عسکرو ایستل افغانانو ته د امنیتي چارو د سپارلو پر لور یو ګام دی.

د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د امریکا پر حکومت د افغانستان د جګړې په اړه فشارونه زیات شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس چې تېره اوونۍ یې افغانستان ته سفر وکړ، له عسکرو سره د کتنې پر مهال ورڅخه پوځيانو پوښتنه کوله چې د بن لادن وژنه به د افغانستان پر جګړې څه اغیز وکړي.

ګیتس په ځواب کې وویل، موږ باید عجله ونه کړو او لږ ترلږه څو میاشتي نور هم باید حوصله وکړو.

جمهور رییس اوباما د عسکرو د ایستلو په اړه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس وړاندیزونو ته هم سترګې پر لار دی او تمه ده، چې په دې وړاندیزونو کې به د عسکرو د ایستلو او سرعت لارې چارې هم په ګوته شي.

جمهور رییس اوباما د دوشنبې په ورځ له یوه تلویزیون سره مرکې کې وویل، په افغانستان کې د انتقال اوړی را روان دی. د اسامه بن لادن په وژلو او د طالبانو د فعالیتونو په کمولو سره موږ هغه هدفونه ترلاسه کړل چې لس کاله وړاندې مو ټاکلی و.

د امریکا د کانګرس غړیو څرګنده کړې، چې د اسامه بن لادن وژنې، نا مطمینه متحد پاکستان او د بودجې په سختو شرایطو کې د افغانستان د جګړي زیاتو لګښتونو، جمهور رییس اوباما اړ کړی، چې په اوړي کې له افغانستان څخه زیات شمېر عسکر وباسي.

د امریکا د کانګرس غړي دا هم وایي، متحده ایالات نشي کولاي د یوه نظام جوړنې لپاره په میاشت کې لس میلیاردده ډالر ولګوي.
XS
SM
MD
LG