د سوریې حکومت وايي د هغه مخالفانو په وړاندی به کلک غبرګون وښیې چې د یو سلو شلو تنو عسکرو د وژنې سبب شوي دي .
د سوریې د کورنیو چارو وزیر ابراهیم الشار وايي حکومت به په قاطعانه توګه عمل وکړي:
̋د پوځیانو او ملکي خلکو د سر او دولتی ودانیو ساتل چې عامه ملکیت دى، د دولت مسوولیت دی . موږ به د قانون پر اساس رغنده او کلک اقدامات وکړو او د هرې هغه وسله والې حملې په وړاندې به چې د دې هېواد اوسېدونکي په نښه کړي غلې کښېننو.
تېره ورځ په جسر الصغور کې د حملې تفصیلات تایید کېدای نه شي ځکه د سوریې حکومت د ډېرو نړیوالو خبري رسنیو د فعالیت مخه نیولې ده̋
د حکومت مخالفین اندېښمن دي چې ممکنه ده دولت به په دې توګه د اعتراض کوونکو د لا ځپلو لپاره زمینه برابره کړي.
بله خوا د فرانسي د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپه وايي د سوريې ولسمشر بشارالاسد په سوريه کې د مظاهره کوونکو پر ضد د سخت چلند له امله پر دې هېواد باندی د حاکمیت لپاره خپل مشروعیت له لاسه ورکړى دى.
د بشری حقونو سازمانونه وايي په سوریه کې له څه باندې دوه نیمو میاشتو راهیسې د مظاهرو په بهير کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي.