د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ملګري ملتونه د طالبانو تور لست بیلوي


د دې ټولنې مشر وايي، چې له طالبانو سره سوله باید داسې نه شي؛ چې له بشري حقونو ورسره تیری وشي.
د دې ټولنې مشر وايي، چې له طالبانو سره سوله باید داسې نه شي؛ چې له بشري حقونو ورسره تیری وشي.
ملګري ملتونه پر دې فکر کوي چې د ترورستانو لست بېل کړي داسې چې یو لست د القاعده د غړیو شي بل د طالبانو.

اسوشیېټډ پرېس اژانس څرګندوي، چې دا هڅه ښایي د دې لپاره کیږي، چې افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د افغانستان حکومت هم د ملګرو ملتو د بندیزونو د برخې له مسوولانو غوښتې دي چې د شاخوا پنځوسو طالبانو نومونه د ملګرو ملتو له تور لست څخه وباسي څو هغوی سفر وکړي او د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

خو په پاکستان کې د طالبانو د رژیم د وخت سفیر ملاعبدالسلام ضعیف وایي، خلک باید مشخص نه شي د ټولو نومونه دې له تور لسته لرې شي.

بل لور ته د سولې د خبرو په اړه د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته د بخښنې نړیوال سازمان په یوه استولي پیغام کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دې سازمان مشر کیت الن په دې پیغام کې څرګندوي چې له طالبانو سره سوله باید داسې نه شي؛ چې له بشري حقونو ورسره تیری وشي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا هغه طالبان چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي باید ونه بخښل شي او د سولې په خبرو کې باید د ښځو د حقونو او مذهبي او قومي لږکیو په برخه کې وضاحت وي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز ویلې دي، چې د سولې په خبرو کې باید طالبانو ته اجازه ور نه کړل شي، چې د بشري حقونو د ډلو، د خبریالانو، د ښځو د حقونو د مدافعانو او د خیریه ټولنو د کارکوونکو د هڅو مخه ونیسي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا وړاندیز کوي، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید متنفذه ښځې هم ناستې وي څو هغوی له خپلو حقونو دفاع وکړي او طالبان پوه شي چې دا مساله څومره جدي ده.

د ملګرو ملتو یوه مسوول پیتر ویټیګ د سې شنبې په ورځ وویل، د ملګرو ملتو د بندیزونو هیات به د ترورستانو تور لست د روانې میاشتې په نیمایي کې دوه ځایه کړي او د طالبانو او القاعده اجنډا به سره مشخصه کړي.

القاعده شبکه په ټوله نړۍ کې د لویدیځ پرضد د جهاد اعلان کړی دی او طالبانو تر ډيره د افغانستان دننه خپلې هڅې متمرکزې کړې دي.
XS
SM
MD
LG