د افغانستان په شمال کې د سالنګ لاره یوازنی لاره ده، چې اته شمالي ولایتونه له مرکز او د هېواد له نورو سیمو سره نښلوي.
دغه لویه لاره، چې د سالنګ په تونل کې تېریږي، یوشمېر مسافر او موټر چلوونکي د دغې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي.
د دوی په وینا د سړکونو د خرابوالي له امله يي مزل له څو ساعتونو شپو ته اوږدیږي، چې دا یوه لویه ستونزه ده.
یو شمیر مسافرین پدې لویه لار کې شتو ستونزو ته په اشارې وایی، چې د هېواد د سړکونو په جوړولو په میلیونونه ډالره لګول کیږي، خو کیفیت ته یی لږه پاملرنه کیږي.
دوی د لارې د خرابوالي او د کیفیت په اړه خپل شکایتونه داسې بیان کړل.
″۱ – زما نو عجب ګل دی، د سیلاب له امله د سالنګونو لار خرابه شوې ده، رتګ راتګ هم پرې ډېر زیات دی، هېڅوک ورته پاملرنه نه کوي. ځیني خلک په ساعتونه ځنډیږي خو د ځینو بیا شپي تېریږي.
۲ – زما نوم قند اغا دی، دا لارې ټولې خرابې دي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. تراوسه ډېرې پیسې افغانستان ته راغلي خو درک یې نه لګي، له دولت څخه هیله لرو، چې سړکونه جوړ کړي، څو ترافیکي بیروبار کم شي.″
د سړکونو خرابوالی، بیا رغونې ته کمه پاملرنه او د هېواد شمال لورته د غځول شویو سړکونو د سور کموالی د خلکو شکایتونه راپارولي دي.
د دغو شکایتونو لمن ولسي جرګې ته هم غځول شوي.
د ولسي جرګې یوشمېرغړي هم د سړکونو د بیا رغولو د نه څارنې له امله انتقاد کوي.
د ولسي جرګې غړی محمد رضا خوشک وايي، چې د سړکونو په جوړولو او بیارغونه باندې د څارنې نه موجودیت د دې لامل شوی، چې بې کیفیت مواد وکارول شي او ژر خراب شي.
″موږ په تېرو کلونو یا هم هرکال په میلیاردونو ډالر د هېواد د سړکونو په جوړولو لګوو، چې متاسفانه د تړونونو د نه څارنې له امله، په څو میاشتو کې سړکونه بېرته له کاره لویدلي وي.
د فوایید عامې وزارت ته په کار ده، چې ورڅخه دقیقه څارنه وکړي. د شمال او جنوب یوازنی لاره د سالنګ تونل دی، چې په تېرو څو اونیو کې مساپر د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. هیله ده، چې د سالنګ د تونل په بیا رغونه کې هم اقدام وشي.″
د سالنګ لویه لاره، چې د پخوانی شوروي اتحاد متخصصینو او موسسو جوړه کړې وه، په تېرو څو کلونو جګړو کې خرابه شوې ده.
د افغانستان د فوايد عامې وزارت وايي، چې د سالنګ د لویې لارې بیا جوړول له تېرکال راهيسې پیل شوي، چې سږکال به بشپړ شي.
د فواید عامې وزیر انجنیر عبدالقدوس حمیدي وايي، چې د سالنګ د لارې بیا رغونه به تر راتلونکو ۷۵ ورځو پورې بشپړه شي.
″د سالنګ د لارې د جوړولو کار، تېر کال راهیسې د یخنۍ له امله درول شوی و، خو اوس په ډېر جدیت سره د لارې جوړول روان دي. موږ هم د سالنګ او هم د خنجانو د لارې د جوړولو په برخه کې پراخ پلان لرو.
د سالنګ اقلیمي حالت داسې دی، چې د کار شرایط ډېر کم برابریږي، نو ځکه مو د (یو. اېس. اېد) په مرسته د سالنګ د بیارغونې لپاره بېړنی پلان نیولی دی. اټکل کیږي، چې په ۷۵ شپو کې بشپړ شي، خو هڅه کوو، چې دغه موده نوره هم لنډه کړو.″
انجنیر عبدالقدوس حمیدي زیاتوي، چې د سالنګ د لارې د بیارغونې په مخ کې لویه ستونزه اوږد ژمی دی.
د فوايد عامې وزیر وايي، چې د تېرکال په پرتله پنځه ویشت سلنه د موټرو په تګ راتګ کې ډېروالی راغلی دی، چې همدې امله يي د شپې له خوا د موټرو په تګ راتګ بندیز لګولی دی.
انجنیرحمیدي د سالنګونو د سړکونو په بیارغونه د جدي څارنې ژمنه وکړه، خو لا معلومه ده، چې دغه څارنه به څومره دقیقه وي.
راپور: ماریا صدیقي