د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

ایساف: له هوايي ځواک پرته د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ناشونې ده


نړېوال ځواکونه وايي ۹۵ په سلو کې عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کیږي.
نړېوال ځواکونه وايي ۹۵ په سلو کې عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کیږي.
که څه هم ایساف ځواکونو په زغرده نه دي ویلي، چې په افغانستان کې به خپلو هوایي حملو ته دوام ورکوي خو دغه ځواکونه د مخالفینو په وړاندې مبارزه کې هوایي ځواک اساسي اړتیا بولي.

له نن نه ۷ ورځې وړاندې ولسمشر کرزي له نړیوالو ځواکونو په کلکه وغوښتل، چې هوایي حملې دې بندې کړي.

په کابل کې دایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نړیوال ځواکونه به له دې وروسته هم په افغانستان کې هوایي حملو ته ورکړي؟ وویل:

″فکر کوم د اډیره ښکاره اوروښانه موضوع ده، چې موږ د عملیاتو د ترسره کولو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو. هوایي ملاتړ په اکتشافي او حمایوي عملیاتو کې هم ضروری دی.

ناسمې استخباراتي معلومات:

زما په نظر موږ نه شو کولای، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه له هوایي ځواک پرته پرمخ بوځو.″

افغان چارواکي وایي، په ډیرو ځایونو کې داسې لیدل شوي، چې نړیوالو ځواکونه هوایي بمبارۍ د ناسمو استخباراتي معلوماتو او ناسمې پاملرنې له مخې ترسره کوي.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو کلونو کې په زرګونو بې ګناه افغانانو د نړیوالو ځواکونو په هوایي حملو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.


وروسته ترهغې چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ۱۴ بې ګناه ښځې او ماشومان د نړیوالو ځواکونو په هوایي حمله کې ووژل شول، ولسمشر کرزي خبر داری ورکړ که د نړیوالو ځواکونو هوایي حملې ونه دریږي نو دوی ته به داشغالګرو په سترګه وکتل شي.

″ که چیرې دوی د افغانستان د دولت له اعلان وروسته چې د افغانستان په کورونو دې هوایي حملې نه کیږي، بیا یې هم زموږه په کورونو حملو ته دوام ورکړ، نو یې حضور د داسې ځواکونو پرځای چې د تروریزم سره د مبارزې لپاره راغلي دی، دافغانستان په ضد او اشغالګرو ځواکونو باندې اوړي.

په هغه صورت کې تاریخ شاهد دی چې افغانان له اشغالګرو سره څه معامله کوي، هیله مندیم چې دا درک کړي.″

د نړېوالو ځواکونو خپل سري عملیات:

نږدې لس ورځې وړاندې ولسمشر کرزي د نړیوالو ځواکونو خپل سري عملیات د هیواد د ملي ګټو په خلاف په ګوته کړل او دهیواد د دفاع وزیر ته یې امر وکړ ترڅو د دې زمینه برابره کړي چې له دې وروسته افغان ځواکونه پوځي عملیات ترسره کړي.

د نړیوالو ځواکونو خپل سرو عملیاتو نه یوازې د ارګ په ماڼې کې د چارواکو د صبر کاسه نسکوره کړې بلکه د افغانستان د علماوو شورا هم دغه عملیات د قبول وړ نه بولي او په هیواد کې یې د روانې ناامنۍ لا مل په ګوته کوي.

خو نړیوال ځواکونه وایي، پنځه نوي په سلوکې عملیات له افغان ځواکونو سره په ګډه ترسره کوي او هڅه کوي چې په دغو عملیاتو کې ملکي کسانو ته زیان و نه رسیږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG