د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

اوباما د افغانستان پر وضعيت غونډه وکړه


د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباما
ولسمشر اوباما پرون د ملي امنیت له غړیو سره د افغانستان او پاکستان د وضعیت په باب په سپینه ماڼۍ کې غونډه وکړه.

فرانس پریس خبري اژانس وايي دا غونډه د پاکستان په خاوره کې مرکز اسلام اباد ته نژدې د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژلو څه باندې یوه میاشت وروسته په داسي حال کې جوړه شوه چې په امریکا کې د افغانستان له جګړې سره د خلکو اختلاف مخ پر زیاتېدو دی او د کانګریس د غړیو د صبر کاسه هم په نسکورېدو ده.
د اسامه بن لادن مرګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره په امریکا کې غوښتنې زیاتې کړي او اوباما ته وايي چې له خپلې مخکینۍ ژمنې سره سم په جولای کې له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیل کړي.
اوباما دا وعده د ۲۰۰۹ کال په دسمبر کې افغانستان ته د دېرش زره سرتېرو تر ایستلو مخکې کړې وه.
خو د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په مهال له دې هیواده د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې څخه د کار اخیستلو په وړاندې خبرداری ورکړ.
ګېټس امریکايي پوځیانو ته په وینا کې وویل، د اسامه بن لادن له وژل کېدو سره سره لا ژر ده چې له افغانستانه ځواکونه وباسو.
ده د پکتیکا په مرکز شرنه کې د څو سوو امریکايي پوځیانو غونډې ته وویل:« باید پر طالبانو نور پوځي فشار زیات شي څو دوی د سولې د خبرو اړتیا احساس کړي.موږ لا دلته بېغمه شوی نه یو.»
ده همداراز وویل: «لا ډېر وختي دی چې وویل شي ایا د بن لادن وژل کېدو د افغانستان پر جګړې اغېز کړی او کنه دی.»
XS
SM
MD
LG