د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

ناټو:له پاکستان سره په ګډه پوله د مخالفینوتګ راتګ لا هم دوام لري


په داسې حال کې چې د پاکستان د استخباراتو اداره یا ای اس ای په بېابېا په دې تورونه شوې چې افغانستان ته د وسلوالو مخالفینو د اوښتو په برخه کې مرسته کوي، د ناټو ځواکونو چارواکي وايي، د پاکستان پوځي چارواکي هڅوي چې افغانستان ته د وسلوالو مخالفینو د اوښتو مخنیوی وکړي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند جوزف بلاټس وویل، ټول په دې پوهیږي چې په ګډه پوله وسلوال مخالفین تګ او راتګ کوي، خو نوموړی وايي په دې برخه کې له پاکستانیو چارواکو سره همغږي ډیره شوې ده:

(موږ ټول پوهیږو چې یاغیان او قومندانان یې د افغانستان او پاکستان له پولې تیریږي.

موږ د پاکستان له پوځي چارواکو سره په لا ډيرې همغږۍ سره د دې ستونزې د هواري لپاره کار کوو او زه فکر کوم چې په دې برخه کې د پاکستان د پوځیانو او د افغان او ایساف ځواکونو ترمنځ همکاري اوس له بل هر وخت نه ډيره شوې. )

د راپورونو له مخې په تیرو څو کلونو کې افغانستان ته د وسلوالو مخالفینو د اوښتو د مخنیوي مسئله د افغانستان، پاکستان او ناټو د چارواکي د بحثونو او خبرو یو مهم ټکی پاتې شوی.

خو په دې برخه کې له بیا بیا خبرو او ژمنو سره سره هم داسې کوم اقدام نه دی پورته شوی چې د دې ستونزې مخنیوي دې وکړای شي.

پوښتنه داده، چې د دې په سلګونو کیلومتره پرانیستي پولې کنترول څومره ممکن دی؟

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا کار شونی وباله خو ویې ویل، چې د پاکستان او ناټو صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري:

(که پاکستان په رښتیا سره خپله همکاري وکړي نو ژر دې چې دا لړۍ به پای ته ورسیږي)

د پولي د کنترول په برخه کې په افغانستان کې پر نړېوالې ټولنې هم انتقادونه کیږي، چې په تیرو لسو کلونو کې یي د افغان سرحدي ځواکونو د شمېر په لوړولو او تجهیزولو کې لازمه مرسته نه ده کړې.

خو نړېواله ټولنه او په سر کې یې د امریکا متحده ایالات بیا دغه انتقادونه ردوي او وايي، د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره یې موثر اقدامات کړي او په دې برخه کې د مرستو او همکارېو دوام ته ژمن دي.
XS
SM
MD
LG