د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

٢٠٠ کسان په قضايي برخه کې روزل کېږي


د افغانستان د قضایي ستاژ د خپلواک مرکز مسئولینو وویل، هدف دادی چې
څارنوالان، د محاکمو قاضیان او مدافع وکیلان ،د کورس له فارغېدو وروسته، له پوره مسلکي وړتیاو سره ، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار پیل کړی.

د افغانستان د قضایي ستاژد خپلواک مرکز ريیس پوهاند ودیر صافي،د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دې مرکز د قضایي ستاژ د دریمې دورې د پیل پر مهال وویل:

(د قضایي ستاژ په پروګرام کې څه باندې دوه سوه هغه کسان شامل شول چې د شرعیاتو او حقوقو له پوهنځیو فارغ شوي او همدارنګه هغه څارنوالان، د محاکمو قاضیان او مدافع وکیلان چې تر اوسه یي د قضایي ستاژ دوره نه ده تیره کړې.

دوي په نهو میاشتو کې دوه سمسترونه لولي او بیا د یوه مسلکي کار کوونکي په توګه ادارو ته معرفي او د قانون په پلي کېدو کې به هیڅ ستونزه ونه لري.)

د افغانستان د قضایي ستاژ خپلواک مرکز په دوه زره څلورم میلادي کال کې جوړ شوی چې تر اوسه ور څخه په دوو روزنیزو دورو کې څه باندې درې سوه څارنوالان، د محاکمو قاضیان او مدافع وکیلان فارغ شوي دي.

په دې مرکز کې د حقوقو د پوهنځي فارغان او هغه څارنوالان او مدافع وکیلان د ازموینې وروسته شاملیږي چې د قضایي ستاژ دوره یي نه وي تیره کړې.

ویل کیږي، چې د افغانستان په محاکمو او څارنوالیو کې اوس هم له زاړه سیستم څخه کار اخیستل کیږي، چې له امله یي د قضیو په څیړلو او پریکړو کې ځنډ پیښیږي.

د حقوقو د پوهنځي یو فارغ او د قضایي ستاژ په پروګرام کې شامل شوې محسن نومي ازادۍ رادیو ته وویل، د پروګرام عملي زده کړې به
دوي سره مرسته وکړي چې په راتلونکی کې په ورسپارلو شوېو چارو کې ستونزې ونه ویني:

(د دوي روزنیز پروګرام ګټه داده، چې هرڅه په کې په عملي توګه تدریس کیږي، په کورس کې زده کوونکي ته محاکمه، څیړنه او دفاع په عملي توګه زده کول کیږي، نو له تیوري سره عملي زده کړې ملګري شي، ګټه یي زیاتیږي.)

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي، د افغانستان په عدلي او قضایي سیستم کې اوس هم ستونزې شته او داسې کار کوونکي په کې کار کوي چې د څیړلو، دفاع او پریکړو مسلکي صلاحیتونه یي کمزوری دي.

سربیره د دې مرکز پر فعالیت، له څو کالو راهیسي ځینو بهرنیو موسېسو هم هڅې پیل کړي دي چې د هېواد په عدلي او قضایي ادارو کې مسلکي ظرفیتونه پورته کړي.

خو د قضایي ادارو کار کوونکي وایي چې دوي اوس هم په مرکز او ولایتونو کې کافي ځای،تنخواګانې او پرمختللي تخنیکي وسایل او تجهیزات نه لري.
XS
SM
MD
LG