د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

ګیټس د وروستي ځل لپاره له خپلو سرتېرو سره ګوري


ګیټس:که زما په خوښه وي نو تر اخره به خپل سرتیري په افغانستان کې پریږدم
ګیټس:که زما په خوښه وي نو تر اخره به خپل سرتیري په افغانستان کې پریږدم
د متحد ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیټس وايي، غواړي د خپل کار په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې له خپلو ځواکونو سره وویني او له هغوي څخه مننه وکړي .

ګیټس نن له کابله د پکتیکا ولایت ته ولاړ او پرون یې په کندهاراو هلمند کې له خپلو ځواکونو سره وکتل.

ده د وسله والو طالبانو پرضد په جګړې کې د هغوي د هڅو مننه وکړه او له دوي سره یې خدای پاماني وکړه او شپیته کلن ګیټس چې د جون په دیرشمه یې د کار موده ختمیږي د پینتاګون د مشر په توګه یې څلورنیم کاله کار وکړ .

یوه مهمه وروستی مسله چې هغه ورباندې کار کوي ولسمشر اوباما ته له افغانستانه د راتلونکي میلادي میاشتې په ترڅ کې د امریکايي عسکرو د ایستلو د شمېر په اړه سپارښته ده.

واشنګتن پوست ورځپاڼه لیکي، د متحد ایالاتو د دفاع وزیر، رابرت ګیټس ، د یکشنبې په ورځ وویل، د ټولو هغو دیرش زره اضافي سرتیرو د ایستلو موده له دې ډیره مهمه ده چې څومره به یې راتلونکې میاشت له دې هېواده وځي .

افغانستان ته د متحد ایالاتو د دفاع وزیر په داسې حال کې سفر کړی، چې ولسمشراوباما په دې مسلې غورکوي، چې له خپلو یو لک عسکرو څخه څومره یې راتلونکې میاشت له افغانستانه وویستل شي .

د دوه زره نهم میلادي کال په وروستیو کې چې کله ولسمشر اوباما افغانستان ته د دیرش زره اضافي عسکرو د لیږلو امر ورکړ، نو ګیټس د دې مسلې پلوي وو .

ګیټس په کابل کې د خپلې وینا په ترڅ کې وړاندوینه وکړه، چې راتلونکې میاشت به نسبتا لږ امریکايي عسکر له افغانستانه ووځې، هغه وویل مطمین دی چې په دې اړه فیصله به مسوولانه وي .

ګیټس چې د شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په خبرې غونډې کې غږېده ویې وویل:

په روان دوبي کې به ایساف افغان ځواکونو ته مسوولانه او تدریجې مسوولیتونه ور وسپاري، په دې هدف چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې به د ټولو پوځي ځواکونو وتل پای ته ورسیږي .

(د انتقال د پروسې په لړ کې افغانان باید دوه مهم شیان په نظر کې ولري:

لومړی دا چې امریکايي او ایتلاف ځواکونه د وخت په تیریدو سره خپل سرتیري له افغانستانه باسي.

موږ له افغانستان سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو مرستو په برخه کې ژمن یو، موږ به د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او ملاتړ ته دوام ورکړواو له افغان حکومت سره به مرسته وکړو څو د دې هېواد خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابره شي، که چیرته خپلې خبرې لڼدې کړم نو د ځواکونو د وتلو لپاره دومره بیړه هم نشته.)

ګیټس چې له کابله د کندهار او بیا هلمند په لور لاړ په هلمند کې یې خپلو سلګونو عسکر او سمندري ځواکونو ته پرون په لړزیدلي غږ وویل، تاسو به هرکله زما په یاد یې او هر ورځ به ستاسو د ژوند لپاره دعا کوم .

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیوید پیترویس به هم په نژدې راتلونکي کې د امریکا ولسمشر ته خپلې سپار ښتنې وړاندې کړي چې څومره عسکر له افغانستانه وباسي.

ولسمشر اوباما په نظر کې لري، چې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په خپلې میاشتنۍ غونډې کې د افغانستان او پاکستان په اړه خبرې وکړي .

ګیټس وویل، د ولسمشر اوباما کابینې تر اوسه له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو د پیل په اړه فیصله نه ده کړې. هغه وايي:

که چیرته فیصله زما په لاس کې وي نو زه به تر اخره محاربوي عسکر په افغانستان کې پریږدم، له افغانستانه د عسکرو د ویستلو وروستي فیصله به ولسمشر اوباما کوي.
XS
SM
MD
LG