د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نن وویل چې دی په سلو کې ۹۸ ډاډه دی چې په پاکستان کې د القاعده د عملیاتو لوړرتبه مشر الیاس کشمېري د افغانستان پولې ته نژدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.
په واشنګټن کې امریکایي چارواکو د کشمېري د وژل کېدو په اړه پر خپرو شویو راپورونو شک څرګند کړ.
کشمېري ته د نړۍ د خطرناکو سخت دریځو په سترګه کتل کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ټول استخباراتي معلومات ښیي چې هغه مړ دی:
((زه غواړم ووایم د هغه د وژلو احتمال په سلو کې ۹۸ دی))
رحمان ملک وویل، موږ د هغه جسد په لاس کې نه لرو څو د ډي ان اې د معایناتو په ترسره کولو سره د هغه مړینه تایید کړو. موږ د هغه د مړینې په اړه د حقیقي اسنادو او شواهدو په لټه کې یو.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د کشمیري د مړینې په اړه د کره شواهدو تر لاسه کول به امکان ونه لري ځکه دا به د پاکستان امنیتي ځواکونو ته ګرانه وي چې جنوبي وزیرستان ته، چې استخباراتي منابعو په کې د هغه د وژل کېدو ویلي، لاړ شي.
د استخباراتو مامورینو ویلي چې کشمېري د تېرې جمعې په شپه په سیمه کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.
د رویټرز په وینا کله چې امریکایي بې پېلوټه الوتکو د پاکستان پر قبایلي سیمو حملې ترسره کړي، سخت دریځو سیمه تړلې څو خپل وژل شوي ملګري ښخ کړي.
د کشمیري وژل کیدل به د متحده ایالاتو لپاره د القاعده د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته یوه بله لاس ته راوړنه وي.
بن لادن د می په دويمه په ایبټ اباد کې د امریکایي خاصو ځواکونو په حمله کې ووژل شو.
د کشمېري د وژنې تاييد:
یوه پاکستاني جګپوړي امنیتي چارواکي وویل، دا تقریبا ثابته شوې چې کشمېري مړ دی.
مختلفو منابعو د هغه مړینه تایید کړه خو موږ د هغه د مړینې راپورونه سل په سلو کې نه شو تاییدولی ځکه د هغه مړی په لاس کې نه لرو.
دغه چارواکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، رویټرز اژانس ته د کشمېري د وژلو د پېښې په اړه وویل، هغه له نورو سخت دریځو سره په غونډه کې په خبرو بوخت و، چې حمله پرې وشوه.
کشمېري د خپلو نهو ملګرو سره په دې برید کې وژل شوی دی.
کشمېري څوک و؟
۴۷ کلن الیاس کشمېري د اسامه بن لادن د القاعده شبکې یو له مهمو عملیاتي مشرانو څخه ګڼل کېده.
نوموړی پر مهمو لویدیځو اهدافو د بریدونو په پلانولو کې په لاس لرلو تورن و او همدارنګه پرې تور و چې د هندوستان پر ممبۍ ښار يې د ۲۰۰۸ عیسوي کال بریدونه هم پلان کړي وو .
واشنګټن د الیاس کشمېري پر سر پنځه مليونه ډالره انعام ټاکلی و .
د کشمېري د وژلو په اړه د متحده ایالاتو شک د امریکا او پاکستان ترمنځ د زیاتې بېباورۍ بله نخښه ده.