د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د یمن چارې اوس چا پر غاړه اخیستي؟


د یمن ولسمشر علي عبداله صالح
د یمن ولسمشر علي عبداله صالح
علي عبداله صالح چې تقریبا ۳۳ کاله یې د یمن واګې په لاس کې لرلې، سره له دې چې له دری نیمو میاشتو راهیسې یې په وړاندې د خلکو مظاهرې او پاڅونونو دوام درلود، له دې ډډه کوله چې قدرت پریږدي.

خو د هغه په وړاندې مخالفتونه هم په داخل او هم په بهر کې مخ په زیاتیدو و چې بالاخره د تیرې جمعې په ورځ د جمهوري ریاست د ماڼۍ په جومات کې پرې راکټي حمله وشوه او ټپي شو.

د یمن یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې علي عبداله صالح له خپلو دو میرمنو او یوشمېر اولادونو سره له هېواده ووت.

دغه یمني چارواکي زیاته کړه، چې دی او نور چارواکي د صالح له دغه پلان څخه هغه مهال خبر شول چې هغه له هېواده وتلی و.

یوه یمني د صنعا د تغیر په میدان کی چی خلک له هېواده د صالح د وتلو په خوښی کی راټول شوي و، رویترز خبري اژانس ته وویل:

(زه ډیر خوښ یم چې صالح له هېواده وتلی ځکه هغه په تعز کې عام خلک وژلي، هغه یو قاتل دی، دا د هغه سزا ده، د صالح په وتلو سره به اوس د هېواد وضعیت ښه شي.)

د سعودي عربستان یوه روغتیایي مسول ویلي، چې د علي عبداله صالح روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

د صالح حکومت د سوله ییزو مظاهرو په وړاندې چې تقریبا هره ورځ یې دوام درلود، له خشونته کاراخیست او په ځینو مواردو کې هم پوځیانو پرمظاهره چیانو ډزې کړې وې.

د یمن وضعیت په تیرو دو اونیو کې هغه وخت ډير کړکیچن شو، چې د هغه ملاتړو قومونو له ده لار جلا کړه او د صنعا سړکونه یې د جګړی میدان وګرځول.

په عین حال کې نورو ځواکونو هم د علي عبداله صالح په وړاندې د مخالفت لار ونیوه.

د اردو څو لوړ رتبه افسرانو له حکومته ځان جلا کړ او سخت دریځو اسلامپالو په تیرو دو اونیو کې لږ تر لږه د هېواد په یوه جنوبي ښار کنټرول ټینګ کړ.

علي عبداله صالح د څنګ لورو د خلیج هېوادونو له خوا هم له مخ په زیاتیدونکي فشارونو سره مخامخ و، چې له قدرته لاس واخلي.

د خلیج هېوادونه چې د تیلو او ګازو پریمانه منابع لري او له کلونو کلونو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو متحدین دي، له دې ویره لري چې که یمن په یوه ناکامه دولت بدل شي نو به په دې هېواد کې د القاعده او له دې ډلې سره تړلو نورو افراطي ډلو ته د فعالیتونو زمینه برابره شي.

د یمن چارواکي وایي، چی د جمهورریس په غیابت کې د اساسي قانون له مخې د هغه مرستیال عبدربو منصور هادي د هېواد چارې په لاس کې اخیستي دي.

امریکایي چارواکي وایي، چې د یمن مرستیال ولسمشر ته د قدرت د انتقال خبر نه شي تایدولای.

ډیر خلک په دې باور دي چې علي عبداله صالح خپل زوی احمد خپل ځای ناستی ټاکلی و.
XS
SM
MD
LG