د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

خلک:د ۳۹ نمبر پلیټ والا موټرو ته رنګارنګ نومونه ورکول کیږي


د کابل ښاردننه او ولایتونو کې هغو موټرو ته په سپکه سترګه کتل کیږي، چې په نمبر پلیټ کې یې د ۳۹ شمېره راغلي وي.

ځینې کسان په دې باور دي، چې د ۳۹ شمېره د بې غیرتۍ معنې لري او هر د چا په پلیټ کې، چې دا شمېره موجوده وي د هغو پسې خندا کوي.

کابل ښاریان هم په دې اړه بېلابېل نظریات لري، ځیني یي دغه خبرې ډیرې جدي نیسي او ځیني یي بیا له پامه غورځوي.

راځئ چې په دې برخه کې د دو تنو نظرونه واورو:

(زما نوم محمد بلال دی خپله افغانان باید دې خبرې ته پام وکړي، چې دا نو څه مانا لري.

دا یو پردی فرهنګ دی، مسولین باید خپله دغه نهه دیرش والا پلیټ واخلي.

۲:موږه له دولت نه دا غوښتنه لرو که چېرې ۳۹ کوم جرم یا ګناه وي او د خلکو اوازې هم ریښتیا وي نو دغه خلک دې څارنوالۍ ته معرفي کړي.)

دغې مسلې وروسته له هغې زور واخیست چې د ترافیکو په ریاست کې د موټرو د نمبر پلیټونو شمېره ۳۹۰۰۰ ته ورسیدله.

یو شمېر کمیشن کاران وایي، له کومه وخته چې د نمبر پلیټونو شمېره نهه دیرش زرو ته رسیدلې د نمبر پلیټونو د ویش لړۍ هم ټکنۍ شوې.

په ځینو خلکو کې د ۳۹ شمېرې په اړه دې باور، چې د ډیرو په اند یوه پوچه مفکوره ده په بازارونو کې د موټرو په بیو هم ناوړه اغیزه کړې.

په کابل ښار کې یو کمیشن کار په دې اړه وایي:

(زما نوم قسیم دی، اوس هیڅوک ۳۹ پلیټ نه اخلي زه هم یو موټر لرم خو نه غواړم چې نهه دیرش ولا پلیټ ورته واخلم.ځکه د موټر په قیمت کې دوه زره ډالر قرق راځي.

له دریو څلور میاشتو راهیسي ډیرو کسانو د خپلو موټرو اسنادونه تکمیل کړي دي خو پلیټ نه اخلي.

زما په نظر د هر کمپیوټري پلیټ سره باید نهه دیرش ولیکل شي ځکه همدا د حل لاره ده.)

هڅه مو وکړه په دې برخه کې د ترافیکو د ریاست مستقیم غبرګون را واخلو او د هغو داقدام په اړه خبر شو، خو د ترافیکو مسولینو په دې اړه له نیغ په نیغه خبرو کولو ډډه وکړه.

د ترافیکو ریس جنرال همدرد د تیلفون په کرښه ازادۍ راډیو ته وویل، دوي دغه مسله هیڅ جدي نه نیسي او په وړاندې یي هیڅ اقدام هم نه کوي.

نوموړي زیاته کړه دا د نا پوهه کسانو کار دی او موږ نه باید د ناپوهه کسانو نظریاتو او بې ځایه خبرو ته وده ورکړو.

ځینې نور کسان هم سپارښتنه کوي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او نه باید دغو خبرو ته زیات اهمیت ورکول شي.

د نهه دیرش شمېرې په اړه د غه ناوړه تعبیر څو کاله وړاندې په هرات ولایت کې چې له ایران سره ګډه پوله لري رامنځ ته شو، خو اوس دغې ستونزې د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو ته هم مخه کړې.

د راپورونو له مخې دا مهال په هرات ولایت کې د نهه دیرش شمېرې نمبر پلیټ ویشل بند شوي دي او خلک د دې تمه لري چې په کابل کې هم باید ورته کار وشي.

د افغانانو پیاوړي فرهنګ ته په کتو داسې ښکاري چې دغه ستونزه د فرهنګي یرغل یوه برخه ده او تمه کیږي چې د حل لپاره یي جدي هلې ځلې وشي.

راپور :اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG