د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۴

خلک ولې پر مخابراتي شبکو نیوکې کوي؟


د ازادۍ راډيو د اوونیزه خپرونې تر شنه اسمان لاندې پروګرام بحث په افغانستان کې د مخابراتي شبکو حالت ته ځانګړې شوی و، دا خپرونه هره شنبې ورځ د ماسپښین د افغانستان پر وخت له درېیو بجو نه د مازدیګر تر ۵بجو پورې په ژوندی بڼه د ازادۍ راډيو نه خپریږي.

زیاتره پوښتنې د مخابراتي شبکو په اړه راولاړې شوي دي او شکایت ترې کیږي چې ګواکې ښه خدمات نه کوي. په وروستي پروګرام کې پر همدې مسئلې خبرې شوې دي.

په دې اونیزه خپرونه کې مو د مخابراتو وزارت مسولین او د خصوصي مخابراتي کمپنۍ مسولین راغوښتي وو چې تر څو ستاسو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د شنه اسمان لاندې اوونیز پروګرام لپاره راغلي میلمانه هر یو:


۱---انجینیر بریالی حسام د مخابراتو وزارت او د معلوماتي ټکنالوژی تخنیکي مهین

۲--- حاجي فرید فرهاد صدیقي د مواصلاتو د کمیسیون،د مخابراتو،ښاري پراختیا،اوبه او بریښنا او ښاروالۍ او د ولسي جرګې غړی.

۳---کفایت الله نبي د اتصالاتو د مخابراتي شرکت د رسنیو مسول

که تاسي د موضوع په اړه هر راز پوښتنه لرئ یا یې موږ ته د لاندې لینک له لارې ولیکئ او یا هم د خپرونې پر وخت ټلیفون وکړئ .

دا خپرونه د افغانستان د ماسپښین له درو ترپنځو بجو (د منځنۍ اروپا له یوولس نیمو تر یوې نیمې) دوام کوي.

د ټلیفون شمېرې دا دي:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۰۱
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۰۲
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۰۳
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۴

تاسې دا پروګرام د دې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.
XS
SM
MD
LG