د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

ګیټس:په جګړه کې د طالبانو ماته د سولې خبرې ممکن کولای شي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وايي، طالبان ښايي په اوس وخت کې د افغانستان د سیاسي جوړښت یوه برخه وي او کولای شي د افغانستان په راتلونکې سیاسي رول هم ولري .

خو د نوموړي په وینا د دې لپاره چې له هغوي سره د سولې ممکنه خبري او جوړ جاړۍ وشي لومړۍ باید طالبان د جګړې په میدان کې په شا وتمبول شي:

(که افغان او نړېوال ځواکونه وکولای شي هغه سیمې چې په دې وروستیو کې له طالبانو نیول شوي دي وساتي او امنیتي وضیعت پراختیا ومومي، نو په هغه صورت کې به بیا د روان کال په پای کې له طالبانو سره د کامیابو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.)

رابرټ ګیټس چې پرون يې په کابل کې له افغان ولسمشر سره یو ځای خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل د اسامه بن لادن او ملا عمرتر منځ نژدې اړیکو ته په پام سره دا امکان شته چې په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل به طالبان دې ته وهڅوي چې سولې ته مخه کړي.

خو د هغه په وینا اوس په دې اړه څه ویل له وخت نه مخکې ده او دا به په راتلونکو څو میاشتو کې څرګنده شي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د ایستلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو لپاره د یوه پیاوړي او روزل شوي افغان ځواک موجودیت اساسي شرط وباله.

که افغان او نړېوال ځواکونه وکولای شي هغه سیمې چې په دې وروستیو کې له طالبانو نیول شوي دي وساتي او امنیتي وضیعت پراختیا ومومي
ګېټس


نوموړي د افغان جګړې د دوام په اړه خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان خلک او امریکایان د دې جنګ له دوام او لګښت څخه ستړي شوي دي.

له طالبانو او د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د پروسې په اړه د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې لویدیځ اژانسونه وايي، تیره مۍ میاشت کې د امریکايي مقاماتو او طالبانو تر منځ په قطر او بیا په جرمني کې پټي خبرې شوي دي.

یوه لویدیځ دیپلوماټ چې نوم يې نه دی اخیستل شوی شپیګل مجلې ته ویلي، چې ښايي په راتلونکې جولای میاشت کې کله چې ولسمشر اوباما به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو د پیل اعلان کوي، له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه شوي پرمختګونه به هم په ډاګه کړي.
XS
SM
MD
LG