د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

په القاعده پورې د يوې تړلې ډلې مشر الياس کشمېري ووژل شو


راپورونه وايي چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکیو په برید کې واڼه ته نژدې په پاکستان کې د القاعده سره د تړلې یوې وسلوالې ډلې مهم مشر الیاس کشمېري وژل شوی دی .

دا د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې لپاره تر ټولو سخت ګوزار ګڼل کېږي.

۴۷ کلن الیاس کشمېري د اسامه بن لادن د جوړې کړې شبکې یو له مهمو عملیاتي مشرانو څخه ګڼل کېده .

نوموړی پر مهمو لویدیځو اهدافو د بریدونو په پلانولو کې په لاس لرلو تورن و او همدارنګه پرې تور و چې د هندوستان پر ممبۍ ښار يې د ۲۰۰۸ عیسوي کال بریدونه هم پلان کړي وو .

واشنګټن د الیاس کشمېري پر سرپنځه مليونه ډالره انعام ټاکلی و .

د فرانسې خبری اژانس د ځینو سرچینو له قوله وايي چې نوموړی د جمعې په شپه په جنوبي وزیرستان کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکیو د برید هدف ګرځیدلی.

د فرانسې خبري اژانس د ځینو پاکستاني چارواکو له خولې وايي چې کشمېري د خپلو نهو ملګرو سره په دې برید کې وژل شوی دی.

څارونکي وايي که چېرې د الیاس کشمېرې د وژنې راپورونه دقیق وي نو دا به د اسامه بن لادن له وژل کېدو ورسته د امریکا لپاره د ټروریزم خلاف جګړه دویمه لویه بریا وي .

د فرانسې خبري اژانس د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له خولې ویلي د دې ډېر قوي احتمال شته چې کشمېري وژل شوی وي، خو دې چارواکي ویلي، دا چې برید تازه شوی او جسدونه هم د دوی په واک کې نه دي سل په سلو کې دا نه شي تاییدولی.

په راپورونو کې راغلي چې واڼه ته نژدې د غوا خوا په سیمه د وسلوالو پوخ سنګر دی چې پاکستاني امنیتي ځواکونه ورته لاسرسی نه لري .

د فرانسې خبري اژانس د یو لوړپوړي امنیتي چارواکي له خولې چې نه یې غوښتل نوم یاد شي ویلي:

(( داسې قوې نښې نښانې شته چې کشمېري وژل شوی ، خو دا مهال یې موږ سل په سلو کې نه شو تاییدولی او هڅه کوو چې تایید یې کړو ))

چارواکي وايي کشمېري له څه مودې راهېسې په سیمه کې و او له ده سره نهه تنه نور وسلوال چې وژل شوي ټول د حرکت الجهاد اسلامي د ډلې غړي و چې کشمېري یې مشري کوله .

د پاکستان یو لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي که د کشمیري کورنۍ یا د ده د وسلوالې ډلې غړي د کشمېري وژل کېدل تایید نه کړي د دې وژنې تایید به ګران وي .

څارونکي الیاس کشمیري د القاعده د شبکې مهم عملیاتي قومندان بولي .
XS
SM
MD
LG