د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

ولسي جرګه: تر رخصتۍ مخکې دې د ځانګړې محکمې برخليک معلوم شي


ولسي جرګه وايي، چې دوی به له ولسمشر سره د سرپرستو وزیران په اړه هم خبرې وکړي.
ولسي جرګه وايي، چې دوی به له ولسمشر سره د سرپرستو وزیران په اړه هم خبرې وکړي.
په داسې حال کې، چې د ځانګړې محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه بېلابېل اټکلونه کېږي، د ولسي جرګې غړي هڅه کوي، چې یو ځلې بیا له ولسمشر سره د دې محکمې او د سرپرسته وزیرانو د برخلیک په اړه خبرې وکړي.

د دې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د جرګې د اتلسګونو کمېټو له مشرانو څخه وغوښتل، چې په دې اړه دې خپل وړاندیزونه چمتو کړي.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا په دې لیدنه کې به دوی د ځانګړې محکمې او د سرپرسته وکیلانو د مسئلې سربیره د هېواد د روان امنیتي حالت په اړه هم خپلې اندیښنې شریک کړي:

″تمه کېږي، چې د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې اداري پلاوی او د کمیسیونونو د مشرانو په ګډون له ولسمشر سره د ځانګړې محکمې او د سرپرسته وزیرانو او ریسانو په اړه وګورو.

همداشان د ولسمشر سره به د هېواد د روانې امنیتي وضعې په اړه او د زیاتېدونکو ملکي تلفاتو په اړه چې موږ او تاسو یې شاهد یو، خبرې وکړو او په نهایت کې یو واحد تصمیم ونیولای شو.″

د ولسي جرګې د غړو له خوا دا هڅې په داسې حال کې کیږي، چې د افغان حکومت یو شمېر وزیران له ډېره وخته د سرپرستانو په توګه کار کوي او له بل لوري ځینې وکیلان بیا د ځانګړې محکمې په اړه اندېښمن دي.

ځینې وکیلان خو بیا دا هم وایي، مخکې له دې، چې دوی د اوړي په رخصتیو ولاړ شي، د ځانګړې محکمې برخلیک روښانه کړي.

په ولسې جرګه کې یو تن وکیل سرور عثماني دې ټکې ته داسې اشاره کوي:

″زما له تاسې څخه د یوه فقیر ورور په حیث دا غوښتنه ده، چې که پنځلس ورځې وروسته په رخصتی کورونو ته ولاړ نه شو، قوانین موجود دي او باید دا تسهيلات برابر شي، د سرپرستو وزیرانو او رییسانو سرنوشت باید معلوم شي.

له تاسو دا غوښتنه کوم چې باید غوڅه پرېکړه وشي او په فوري ډول د کورنیو اصولو سره سم باید په اجنډا کې داخل شي″

که څه هم د ځانګړی محکمې وروستۍ پایلې لا په ډاګه شوي نه دي، خو داسې ویل کېږي، چې د رایو د بیا شمېرنې په پایله کې له اتیاوو ډېر وکیلان به وویستل شي.

معترض کاندیدان، چې د ځانګړې محکمې پایلو ته هیله من برېښي له ولسمشر نه څو څو واري غوښتي، چې د سرپرستو وزیرانو د ورپیژندلو لړۍ دې د محکمې تر وروستۍ پرېکړې وځنډوي.

خو د دې برخلاف ښاغلي کرزي ولسي جرګې ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به سرپرسته وزیران د باور رای د اخستلو لپاره وروپیژنې.

خو ښاغلي کرزي د ځانګړې محکمې په اړه څه نه دي ویلي:

″د ولسې جرګې د غوښتنې په اړه چې وایي، د کابینې پاتې غړي وروپېژنو، دوی برحقه دی. لږترلږه یوه میاشت کېږي، چې له موږ یې غوښتې وو، چې پاتې وزیران ژر وروپېژنو، موږ هم په دې هڅه کې یو، تېره اوونۍ مو غوښتل دا کار ترسره کړو، خو داسې پېښې کېږي، چې موږ په هغه کې بوخت شو.

ولسې جرګې ته په ټول درناوې سره، ان شاء الله چې ډېر زر به اړوند وزیران ورولېږو.

که څه هم ځانګړې محکمه له تېرو څو اوونیو راهیسې غلې ده او په رسنیو کې د خپلو کارونو په اړه څه نه وایي، خو د محکمې پایلو ته د معترضو کاندیدانو خوشبیني او د ولسي جرګې وېره دا ښیي، چې څه نه څه روان دي.

رپورټ: مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG