د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د یمن ولسمشر عبدالله صالح په یو راکټي برید کې ټپي شو


چارواکي دا برید د حکومت د مخالف قبیلوي مشر شیخ صادق الاحمر د وسلوالو کار بولي.
چارواکي دا برید د حکومت د مخالف قبیلوي مشر شیخ صادق الاحمر د وسلوالو کار بولي.
د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح چې له څو مودې راهیسې په خپل هیواد کې د حکومت ضد مظاهرو او پاڅونو نو سره مخ دی؛ د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د توغندیو لګیدو ټپي کړ.

د دې هېواد د اطلاعاتو د وزارت مرستیال عبدو الجنادي وویل، په دې پېښه کې د جمهوري ګارډ درې غړي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

″د ولسمشر د ماڼۍ څخه یوې رسمي سرچینې اعلان وکړ، چې نن د ولسمشر د ماڼي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په داسې حال کې پر دې جومات د توغندیو برید وشو؛ چې ولسمشر علي عبدالله صالح او د حکومت یو شمیر نور چارواکي د لمانځه لپاره دې جومات ته ورغلي وو.

دې برید درې ساتونکې وژلي او څو تنه نور يې ټپیان کړي، چې په ټپیانو کې چارواکي او امنیتي افسران شامل دي. ″

خبري اژانسونو د یمن د حکومتي چارواکو له خولې ویلي، چې د علي عبدالله صالح پر غاړه برسیرن ټپ د یمن په پوځي روغتون کې تداوي شوی.

الجنادي خبریالانو ته ویلي، چې د صالح روغتیا يي وضیعت ښه دي او زر به په عامه محضر کې راڅرګند شي.

″د ولسمشر روغتیايي وضیعت ښه دی، هغه خبري غونډه چې د مخه اعلان شوې وه، له دې کبله چې ولسمشر برسیرن ګریدلی دی وځنډیده.

خو انشاالله هغه به ډیر زر راښه شي او هم به یې دننه او هم به یې بهر هر څوک وویني. داسې هیڅ نه شته چې د ولسمشر روغتیا ته ګواښ وي.″

چارواکي دا برید د حکومت د مخالف قبیلوي مشر شیخ صادق الاحمر د وسلوالو کار بولي، چې د می له یو دیرشمې یې وسلوال د صنعا په شمال کې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د یمن د ولسمشر په ماڼۍ کې دا توغندی وروسته له هغې لګیږي، چې حکومتي ځواکونو د حکومت د لوی مخالف ګوند د مشر شیخ حامد الاحمر چې د شیح صادق الاحمر ورور هم دی پر کور توغندي وویشتل.

د حکومت له خوا درې نور توغول شوي توغندي د ښار په مرکزي برخه کې د صنعا پوهنتون ته نژدې په هغه ځای کې ولګیدل چېرې چې د تیرې جنورۍ د میاشتې راهېسې د صالح مخالفو مظاهره چیانو ځایونه نیولې دي.

په تیره اونۍ کې په یمن کې سیاسي ګډودۍ د یوې کورنۍ جګړې بڼه خپله کړې.

له هغې وروسته چې په یمن مشروط اوربند د می په ۳۱ مات شو راپورونه وايي، چې ولسمشر علي عبدالله صالح ته د وفادارو ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمنځ جګړو کې تر اوسه په پایتخت صنعا کې شپیته کسان وژل شوې دي.

د ولسمشر صالح د ۳۳ کلنې واکمنۍ پر ضد د دې مظاهرو د پیل راهېسې بیا په یمن کې د همدې جګړو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر درې سوو اویاو ته رسیږي.
XS
SM
MD
LG