د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

پاکستان او امریکا د وسله والو پرضد ګډ عملیات کوي


د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې تهمینې جنجوعه د جمعې په ورځ وویل، چې امریکا او پاکستان به د تروریستي ډلو پرضد په ګډه عملیات وکړي او په دې کې به د استخباراتي معلوماتو شریکول هم شامل وي.

مېرمن جنجوعه دې پوښتنې ته، چې آیا امریکايي ځواکونو ته به له پاکستاني پوځیانو سره د ګډو عملیاتو اجازه ورکړل شي کنه، په ځواب کې وویل، چې نه غواړي په دې اړه جزییات څرګند کړي، خو دې په ډاګه کړه، چې د ملي حاکمیت موضوع ترهرڅه لوړه ده او هره مساله باید له پاکستان سره د سلامشورې له لارې اواره شي.

د پاکستاني چارواکو له خوا دا اعلان یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیليري کلینټن، اسلام آباد ته د سفر په ترڅ کې د پاکستان پر ملکي او پوځي چارواکو فشار راوړ چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د هغو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي، چې په دې هېواد کې فعالیت کوي.

رویټر خبري اژانس لیکي، یو جګپوړي امریکايي مقام چې له مېرمن کلېنټن سره د پاکستان په سفر کې یوځای و، هغه مهال ویلي وو، ښايي په پاکستان کې د هغو افراطي ډلو پرضد چې نه یوازې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو، بلکې په نورو سیمو کې د لویدیځ د ګټو لپاره هم ګواښ بلل کېږي ځانګړي عملیات پیل شي.

د پاکستان د پلازمېنې په پنځوس کیلومترۍ کې یوه پوځي ګارنیزیون ته نژدې د اسامه بن لادن له موندنې او د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د هغه له وژل کېدو وروسته له افراطي ډلو سره د مبارزې په چاره کې د امریکا د شریک په توګه د پاکستان د ونډې په اړه نوي شکونه راوپارېدل.

د پاکستان او امریکا استخباراتي همکاري د روان میلادي کال په پیل کې هغه مهال وځنډېده چې د CIA یو قراردادي رېمونددېویس د دوو پاکستانیانو د وژنې په خاطر ونیول شو.

د واشنګټن او اسلام آباد په اړیکو کې د کړکېچ د یوې نښې په توګه پاکستاني چارواکو له امریکا غوښتنه وکړه، چې په دې هېواد کې خپل پوځي روزونکي چې شمېر یې یوسلودېرش دی راکم کړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن د پنجشنبې په ورځ وویل؛ چې د دې روزونکو په شمېر کې به د پام وړ کموالی راشي خو دا شمېر به صفر ته راونه لوېږي.

رویټرز خبري آژانس د پاکستان د پوځ د متقاعد جنرال او د امنیتي چارو د کارپوه طلعت مسعود له قوله لیکي، چې وايي، د پاکستان او امریکا ترمینځ د ګډو عملیاتو بیا پیل مثبت ګام دی، خو دی زیاتوي، دواړه هېوادونه د له لاسه تللي اعتماد د احیا لپاره ډېر کار ته اړتیا لري. دی وايي چې دا بې اعتمادي به سمدستي له مینځه ولاړه نشي.
XS
SM
MD
LG