د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

افغان بزګران د خټکيو د مچانو له زياتېدو وېره لري


په داسې حال کې چې د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د خربوزې فصلونه د رسیدو په حال کې دي، خو د هېواد په شمال کې یوشمېر بزګران وایي، ویره لري، چې د خربوزې مچان یې دغه پالیزونه په بشپړه توګه خراب نه کړی.

دغه بزګران وایې د دوی پالیزونه د تیرو کلونو په شان د خربوزې مچان ګواښوي خو دوی یې پر وړاندې مقابله نه شي کولای.

دغه بزګران ویره لري، که یې د خربوزې فصلونه د خربوزې مچان وکړي نو د دوی د ټول پسرلي خوارۍ به هیڅ شي.

دغه بزګران له دولت څخه غواړي، ترڅو د دوی د خربوزې فصلونه له دې نباتي افت څخه وژغوري.

″۱- تر اوسه پورې د خربوزې د مچانو مخنیوی نه دی شوی، بزګرانو سږکال بیا ځکه دغه فصل ته مخه کړه، چې دا کښت ګټه لري، خو موږ ډاریږو چې په دې فصل د نباتي افتونو په راتلو سره به کومه ګټه ترلاسه نه کړو.″

۲- ځینې خربوزې مو مچانو وهلي دي، موږ یې هيڅ علاج نه شو کولای، کله چې موږ د کرنې اړوند ریاست ته مراجعه وکړو داسې دوا راکوي، چې ځیني یې کار نه کوي او ځینې نوره یې بیا ګډه ده، چې زموږ په درد نه خوري.″

همدا راز د شمالي ولایتونو د خربوزې او هندواڼې د فصلونو بزګران وایي، چې د دوی د میوو لپاره د مارکیټ نشتوالی بله هغه ستونزه ده، چې د دې فصلونو حاصلات یې هرکال په زیان تمامیږي.

خو د کرنې او مالدراۍ وزارت په روان کال کې د خربوزې د مچانو د مخینوي لپاره د یو ستراتيژیک پلان د پلي کولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند مجید قرار ازادي راډیو ته وویل، چې د دی وزارت یوپلاوی د هیواد بیلا بیلو ولایتونو په ځانګړې توګه شمالي ولایتونو ته سفر کړی او د بزګرانو د خربوزی پالیزونه یې ارزولي دي.

نوموړی وایي، چې د دی پلان په عملي کېدو سره به تر ډیره د خربوزې د فصلونو افتي ناروغۍ له منځه یوسي.

د کرنې وزارت ویاند همدا راز وویل، چې دوی په پام کې لري په روان کال کې په سیمه ایزه کچه د خربوزې د مچانو د علت د زیاتیدو په اړه یو تحقیقي سمینار جوړ کړي.

د ښاغلي قرار په وینا د خربوزې مچان یوه پیچلی آفت دی، چې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راځي او د ګاونډیو د همکارۍ پرته د دی افت مخینوي ګران کار دی.

که څه هم د کرنې وزارت تیر کال هم د خربوزې او هنډوانې د پالیزونو د ښې ودې لپاره پلانونه جوړ کړي وو، خو بیا هم بزګران په دې نه دي باوري، چې سږکال به یې ټول پالیزونه له نباتي افتونو خوندي پاتې شي، چې بازار ته سالمه میوه وړاندې کړي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG