د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

پټرویس: د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د کرزي اندېښنې پر ځاى دي


ښاغلی پټرویس وايي، موږبه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه ډېر راټیته کړو.
ښاغلی پټرویس وايي، موږبه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه ډېر راټیته کړو.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله د ولسمشر کرزي وروستۍ انديښنې پر ځای و بللې.

جنرال پټرویس همدارنګه وویل، چې دوى دې ته په تمه دي چې افغان ځواکونه د دې وړتیا پیدا کړي چې هر ډول عملیات په خپله تر سره کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس جنوب ختيځ ولايت خوست ته د يو سفر پر مهال خبريالانو ته وويل، چې بهرني ځواکونه په هیڅ ډول د ملکي وګړو وژنه د زغم وړ نه بولي

پټرویس د جمعې په ورځ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له قومي مشرانو او د سیمې له اوسیدونکو سره په يوه ليدنه کې ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هڅه کوي، چې د کېدونکو عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټيټه کړي.

نوموړي وويل: ″ما له د خوست له والي سره هم په دې اړه خپله اندیښنه شریکه کړې، موږ دلته د دې لپاره راغلي يو چې د خلکو ژوند وژغورو.

د ولسمشر کرزي اندیښنه پر ځای ده، موږ هڅه کوو د ملکي وګړو وژنه تر اخره بریده را ښکته کړو حتی صفر ته یې ورسوو.″

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې دوی به له افغان ځواکونه سره په ګډه د ټولو هغو وسله والو بریدونو مخه ونيسي چې له افغانستانه بهر تنظمیږي.

جنرال پټرویس ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونو ته د مسولیت لیږدونې په موخه هڅه کیږي، ترڅو دغه ځواکونه وروزل شي او د دې وړتیا پیدا کړي، چې هر ډول عملیات په خپله تر سره کړي:

″د دې لپاره چې ښه امنیت او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو موږ له افغان ځواکونو او چارواکو سره اوږه په اوږه کار کوو، ترڅو هغه ستونزې چې له خوست او افغانستانه بهر سیمو څخه را وړل کیږي، مخه یې ونیول شي.″

همدا ډول خوست والي عبدالجبار نعيمي له جنرال ډېوېډ پټرویس څخه له دې امله مننه وکړه، چې دغه ولایت ته یې سفر وکړ، خو هيله يې څرګنده کړه، چې د امريکا متحده ايالاتونه دې په دې ولايت کې د خپلو رغنيزو پروژو شمېر نور هم زيات کړي.

جنرال ډېوېډ پټرویس په لیریو پرتو سیمو په ځانګړي ټوګه د ځاځي ميدان په سرحدي ولسوالۍ کې پرمختګونه او د بیارغاونې چارې وستایلې او او وعده يې ورکړه، چې د ډېر وخت لپاره به په دغه سيمه کې رغنيزو پروژو ته بسپنه ورکوي او د دغې سيمې خلک به نه هېروي.

ډېوېډ پټرویس د خوست سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان ته دغه سفر په داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې افغان و لسمشر کرزي له بهرنیو ځواکونو په ټینګه غوښتنه کړې، چې د شپې عمليات دې بند کړي او څومره ژر چې کېږي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله دې پای ته ورسوي.


راپور: لمر نيازى - خوست
XS
SM
MD
LG