د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنیز ارګان په ټول هېواد کې عمومي حشر پیل کړ


د حشر کوونکو په وینا تر اوسه یې یواځې د کابل له شپږمې ناحیې څخه ۲۰ موټره کثافات ټول کړي ډي.
د حشر کوونکو په وینا تر اوسه یې یواځې د کابل له شپږمې ناحیې څخه ۲۰ موټره کثافات ټول کړي ډي.
د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولنیز ارګان چارواکي وایي، چې په ځینو لویو ښارونو کې د خلکو د بې پروایي له امله اکثره سیمې په کثافاتو ډکې دي، چې د هوا په ګرمیدو سره به ډول ډول ناروغۍ پیدا کړې.

د دغه بنسټ مشر محمد شفیق پوپل د جمعې په ورځ د کابل ښار د شپږمې ناحيې د پاکولو په مهال ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په دې ورځ د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې د څه باندی دوه زره ځوانانو په ګډون یو عمومي حشر پیل کړی، څو په کثافاتو ډکې سیمې پاکې کړي.

نوموړي د دې کار هدف د چاپیریال پاک ساتلو ته د خلکو، د پاملرنې را جلبول او په خلکو کې د ښاري فرهنګ ترویج وښود.

″نن موپه ټول افغانستان کې له ښاروالۍ سره په همغږۍ یو ملي حشر په لاره اچولی دی، چې په ټول هېواد کې به د سهار له نهو بجو د غرمې تر ۱۲ بجو پورې دوام وکړي.

دا پروګرام به په راتلونکي کې هم دوام ولري او وطنوالو ته به هم یو ښه پیغام ولري او ځوانانو ته به دا حس ورکړو، چې دا وطن زموږ خپل وطن دی او دا په موږ حق لري، باید د دې په پاکوالي او نورو چارو کې برخه واخلو، ځکه دا مو ایماني او وجداني وظیفه ده. ″

دغه حشر په داسې حال کې کیږي، چې اوسمهال هم د کابل ښار په اکثره سیمو کې د کثافاتو انبارونه پراته دي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین چې د ښار د پاک ساتلو مسولیت لري وایي، چې په ښار کې د ډیرې ګڼې ګوڼې د وسایطو او پرسونل د کموالي له امله، نه شی کولای د ښار ټولې برخې پاکې کړي.

د کابل ښار یوشمیر ځوانانو چې هم په دې حشر کې برخه اخیستې وه، له خلکو څخه وغوښتل ترڅو کثافات په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې واچوي.

دغه ځوانان وایي، چې دوی نن په خپل دې حشر کې یواځې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې شل موټر کثافات راټول کړي وو.

″۱ – زما نوم فضل محمد دی، د شپږمې ناحیې اوسېدونکی یم. تر اوسه شل موټره کثافات ټول کړل او اړوندو ځایونو کې مو تخلیه کړل.

له خلکو هیله لرم، چې لږترلږه باید د خپل کور مخه په دوامداره توګه پاکه کړي.

۲ – زما نوم جاوید دی، د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی یم، د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنیز مرکز له خوا د ښار د پاکولو په موخه موږ ته زنګ وهل شوی او موږ په افتخار په دې کې ونډه اخیستلې ده، څوک زموږ ښار پاک وي او د هر ځوان په دې کې مکلفیت لري، چې په دا ډول حشرونو کې ګډون وکړي.″

دا لومړی ځل نه دی، چې ځینې بنسټونه د کابل ښار د پاکوالی لپاره حشر کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ په مرسته د ځینو بنسټونو له خوا د کابل ښار د پاک ساتلو لپاره عمومي حشر په لاړه اچول شوی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د کابل ښار د هوا او چاپیریال د ککړوالي په اړه په وار وار له خلکو څخه وغوښتي، چې د کابل ښار په پاک ساتلو کې دې د ښاروالۍ له مسولینو سره ډیره همکاري وکړي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG