د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

يمن: قبايلي وسلوال د مرکز پر لوري خوځېدلي


د رپوټونو له مخې په زرګونو قبایلي مسلح کسان د یمن د مرکز صنعاء په لور خوځیدلې دي. دوی د خپل مشر شیخ صدیق الاحمر ملاتړ کوي.

په صنعاء کې د شیخ الاحمر ملاتړي له څو ورځو راهیسې د حکومت له امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي.

تیره شپه د الاحمر او حکومتي ځواکونو په نښتو کې په مرکر کې د لږ تر لږه پنځلس تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

همداراز نن د تعز په ښار کې امنیتي ځواکونو او وسله والو معترضانو تر منځ نښتې شوې دي. ویل کیږي چې روانه اونۍ په تعز کې د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو تر منځ په نښتو کې تر څلویښت تنه ډیر وژل شوې دي.

په دې ترڅ کې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټڼ وویل چې د ولسمشر علي عبدالله صالح له لرې کیدو پرته په یمن کې ستونزه نه شي هواریدای:

« موږ تر هغو د دې لانجې د ختمیدو هیله نه شو کولای چې ولسمشر علي عبدالله صالح او د هغه حکومت واک نه وي پرې ایښی او مدني ټولنې او مخالفانو ته اجازه نه وي ورکړل شوې چې سیاسي او اقتصادي اصلاحات پیل کړي»

په یمن کې د سیاسي روغې جوړې هڅې د خلیج هیوادو پیل کړې خو وروسته تر دې ناکامه شوې چې ولسمشر صالح دا خبره ونه منله چې استعفی ورکړي.
XS
SM
MD
LG