د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

هند د افغانستان له ملي اردو سره مرسته کوي


د افغانستان دفاع وزیر په هند کې دی، ستر جنرال عبدالرحیم وردګ له هنده د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

هند چې تر اوسه په ملکي برخه کې له افغانستان سره د سیمې تر بل هر هېواد ډيره مرسته کړې ده په پوځي ډګر کې یې مرستې لږې دي خو ښایي اسلام اباد دا ډول مرستې اندیښمن کړي.

هند وایي، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي. دا ژمنه هند وروسته تر دې وکړه چې د هند او افغانستان دفاع وزیرانو په نوي ډیلي کې سره ولیدل.

د هند دفاع وزیر اې کې انټوني په یوه بیان کې وویل، هند به له افغان حکومت سره په ګډه د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت د لوړېدو لپاره کار وکړي.

د افغانستان دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ د یوه هیات په مشرۍ چې اووه غړي لري د هند په درې ورځني سفر دی.

د هند او افغانستان اړیکو ته اسلام اباد هر وخت اندیښنه لري، د پاکستان حکومت او پوځ افغانستان ته د ستراتیژیک همکار په سترګه ګوري او له دغه هېواد سره د هند اړیکي د ځان په زیان ویني.

هند تیره میاشت له افغانستان سره د پنځه سوه میلیونه نورو ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې له دې سره له افغانستان سره د هند مرستې دوو میلیارډو ډالرو ته ورسېدې. دا مرستې تر ډيره پر پراختیایي پروژو مصرفیږي.

تر اوسه له افغانستان سره په پوځي برخه کې هند ډيرې لږې مرستې کړې دي او هغه هم په یو شمېر خورا وړو پروژو لګیدلې دي یا هم د محدود شمېر امنیتي ځواکونو پر روزنې مصرف شوې دي.

فرانس پریس اژانس څرګندوي، که چیرته په پوځي ډګر کې هند له افغانستان سره مرستې ډیرې کړې نو د پاکستان له اعتراض سره به مخامخ شي.

افغان حکومت هڅې پیل کړې دي، چې د امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر ګړندی شي، څو راتلونکې میاشت د یو شمېر سیمو امنیتي مسوولیت له بهرنیو ځواکونو په خپله غاړه واخلي او بیا دا بهیر د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه بشپړ شي.

سترجنرال وردګ د هند له دفاع وزیر سره تر لیدو مخکې پرون وویل، چې افغانستان په پوځي ډګر کې د هند د مرستو هرکلۍ کوي.

جنرال وردګ خبریالانو ته په نوي ډیلي کې څرګنده کړه، چې د افغانستان د ملي اردو د روزنې په برخه کې د هند د هرراز مرستو او همکارېو هرکلۍ کوو.

جنرال وردګ زیاته کړه، چې له هند سره د دفاعي چارو سربیره په بېلابېلو برخو کې افغانستان د اړیکو د ټینګدو غوښتنه لري.
XS
SM
MD
LG