د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

ناټو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو داخلېدو ته اندېښمن دی


طالبانو تل ویلي دي، چې د دوی کسانو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ کړی.
طالبانو تل ویلي دي، چې د دوی کسانو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ کړی.
ناټو چارواکې په دې باور دي، چې طالبانو د روان کال په لومړیو کې خپلو وسله والو ته ویلي وو، د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو په لیکو کې دې داخلیدل زیات کړي او همدا وجه ده، چې په بهرنیو پوځيانو حملې په حیرانیدونکې ډول زیاتې شوې دي.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمېر زیاتول د ناټو د ستراتيژۍ یوه برخه ده او تېر کال د پرتګال په مرکز لیزبن ښار کې د ناټو په مشریزې غونډې کې پریکړه شوي وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره غوره دا ده چې د دې هیواد د امنیتي ځواکونو شمېر زیات شي.

په دې وروستیو میاشتو کې زیاتې پیښې رامنځ ته شوي، چې افغان پولیسو او عسکرو د خپلو وسلو میلې د بهرنیو ځواکونو پر لور اړولي او وسله والو ته یې د حملو امکانات برابر کړي دي.

طالبان په منظم ډول د حملو مسوولیت پرغاړه اخلي او دا ادعا هم کوي، چې د دوی کسانو د افغانستان د امنیتي ځواکونو لیکو ته نفوذ کړی دی.

طالبان په بهرنیانو باندې حملو کې لاس نه لري:

خو استخباراتي چارواکي وایي، طالبان په بهرنیانو باندې حملو کې لاس نه لري او دا یوازې د ځینو هغو عسکرو له خوا کیږي، چې ټولنیزې او کورنۍ ستونزې لري. د دې حملو یوه برخه ممکن په افغانستان کې د ملکې خلکو له مرګ ژوبلې سره تړاو ولري.

د ملکي خلکو د تلفاتو وروستۍ پیښه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې وه، چې د ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان په کې ووژل شول.

جمهور رییس کرزي دا حمله په سختو الفاظو وغندله او خبرداری یې ورکړ، که چیري دا حملې بندې نه شي نو یو اړخیز اقدام به وکړي.

جمهور رییس کرزي په دی اړه وویل:

زیات شمېر دا ډول پیښې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو روزونکو تر منځ د فرهنګي ستونزو او غلطیو له وجې رامنځ ته کیږي.

اتمر

“که چیرې دوی د افغانستان د دولت له اعلان وروسته بیا هم د افغانانو په کورونو باندې هوایي حملې بندې نه کړې او زموږ په کورونو باندې حملو ته دوام ورکړي، نو حضور به یې د ترویزم ضد ځواکو پر ځای، د افغانستان د خلکو پر ضد او اشغالګرو ځواکونو بدل شي او په هغه حالت کې تاریخ شاهد دی، چې افغانان له اشغالګرو سره څه ډول معامله کوي. زه هیله من یم چې بهرنیان دا مساله درک کړي.”

خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په افغانستان کی زیات شمېر ملکي خلک د وسله والو طالبانو په بمي او ځان وژونکو حملو کې وژل کیږي.

ناټو په تېرو اتلسو میاشتو کې هغه شل پیښې ثبت کړي، چې سېمه اېزو امنتیي کسانو (د ملی پوځ او پولیسو) عسکرو په بهرنیو ځواکونو حملې کړې او له امله یي پنځوس تنه بهرني پوځيان وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر ګارډین ورځپاڼې ته په دې اړه ویلي، زیات شمېر دا ډول پیښې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو روزونکو تر منځ د فرهنګي ستونزو او غلطیو له وجې رامنځ ته کیږي.

خو داسې پيښې هم شته چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په خپلو افغانانو هم حملې کړې دي. په دې وروستیو کې دوې پیښې وشوې، چې په یوې کې یې د اپریل په پنځلسمه د کندهار د امنیې قوماندان او په بلې کې د افغانستان په شمال کې د پولیسو مشر د هغو کسانو له خوا ووژل شول چې د پولیسو جامې یې په غاړه وې.
XS
SM
MD
LG