د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۱

ايا پاکستاني چارواکي د ممبۍ له حملو خبر وو؟


د نشه يي موادو په اړه دغه پخواني مخبر چې په ۲۰۰۸ کال کې يې د هند پر ممبي ښار په حملو کې پر خپل رول اعتراف کړی، ویلي چې د پاکستان د استخباراتو لوړرتبه مقامات د دغې حملې له پلان څخه خبر بې خبره وو.

ډیویډ هیډلي چې د سې شنبې په ورځ يې د شیکاګو په یوه فیدرالي محکمه کې د ممبي د حملو په اړه خپل بیان ورکاوه ، د څارنوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د (ای، اس، ای) مشرتابه پر ممبي باندې د حملو له پلان څخه خبر وو که نه؟ وویل لوړ رتبه چارواکي له دې خبر نه وو.

۵۰ کلن هیډلي چې پلار يې پاکستانى دی د ممبي حملو د مشکوک طراح طهور رانا چې په متحده ایالاتو کې نیول شوی، په قضیه کې اساسي شاهد بلل کېږي.

رانا چې پاکستاني الاصله کاناډايي سوداګر دی پر ممبي ښار د ۲۰۰۸ کال د حملو، په ډنمارک کې د تروریستي بریدونو په پلانونو کې د ونډې لرلو او په پاکستان کې مېشتې له لښکر طیبه وسلوالې ډلې سره د ملاتړ په تور نیول شوی دی.

د رویترز خبري اژانس په وینا که چېرې پر ۵۰ کلن طهور رانا باندې لګول شوي تورونه ثابت شي، نو ښايي په دايمي بند محکوم شي.

د نوموړي د قضيې اساسي شاهد ډیویډ هیډلي ویلي هغه یوازې د (ای، اس، ای) له یوه افسر جګړن اقبال سره په تماس کې و او فکر نه کوي چې د دغه افسر مشران به پر ممبي د حملو له پلان څخه خبر وو.

هیډلي وايي اقبال او پنځو تنو نورو پاکستانیانو هغه ته د هند د ستر ښار ممبي د څار او معلوماتو د ترلاسه په کار کې لارښوونه کوله.

د رویترز خبري اژانس په وینا د ممبي په حملو کې د طهور رانا د لاس لرلو په قضیه کې د هیډلي شاهدي د هغې معاملې پر اساس ده چې له مخې به يې نوموړي د اعدام له سزا څخه خلاصېږي.

دغه راز په هند کې هم د رانا د محاکمې چارې په دقت سره څارل کېږي څو نوي ډیلي ته د ممبي ښار په حملو کې د پاکستان د ونډې په اړه شواهد په لاس ورشي.

خو مدافع څارنوال پیټریک بلیګن هڅه کړې چې قضايي هیئت ته دا وښيي چې هیډلي درواغ وايي او د دې لپاره يې طهور رانا په دې قضیه کې راښکېل کړی، چې له امریکايي مقاماتو سره خپله معامله سمه وښيي.

د شیکاګو په فیدرالي محکمه کې ډیویډ هیډلي په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې د پاکستاني سخت دریځو وسله والو یو مشر الیاس کشمیري له ده څخه غوښتي وو چې په متحده اایلاتو کې ورته وسلې پیدا کړي.

د هیډلي په وینا الیاس کشمیري د امریکا د بي پېلوټه الوتکو لخوا په نښه شوی خو وژل شوی نه دی.

د رویترز اژانس په وینا د کشمیري په شمول ۶ پاکستانیان چې دا مهال په بند کې نه دي د هند پر ممبي ښار د حملو په پلانولو تورن دی .

ډیویډ هیډلي په خپله شاهدۍ کې دا هم ویلي چې نوموړي له نیول کېدو وروسته ناکامه هڅه کړې، چې وسله وال له پاکستان څخه بهر وباسي څو امریکا ته د هغوى د نیولو لپاره زمینه برابره کړي.
XS
SM
MD
LG