د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د صنعتکارو ټولنه جوړه شوه


د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال عبدالجبار صافی
د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال عبدالجبار صافی
د افغانستان د صنعت کارو لومړۍ عمومي ټولنې، د ګډ کار د پیل په لومړی غونډه کې له دولت څخه وغوښتل، چې د دوی ښه فعالیت ته دې لازمې اسانیتاوې برابرې کړي.

د افغانستان د صنعت کارو عمومي ټولنه د لومړي ځل لپاره د هېواد د مرکزاو ولایتونو د سلګونو صنعتي فابریکو په استازیتوب، له شپږویشتو غړو څخه جوړه شوه.

د غونډې په انتخاباتو کې شیرباز کمینزاده د ټولنې د ريیس او عبدالجبار صافی د ټولنې د مرستیال په توګه انتخاب شول.

د صنعتکارو د عمومي ټولنې په لومړي غونډه کې چې د چهار شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه، د ټولنې مرستیال عبدالجبار صافي د صنعتی فابربکو د ښه فعالیت لپاره دولت ته یولړ پیشنهادونه وړاندې کړل، چې عمده یې دا وو:

″له صنعت څخه د ملاتړ په مقصد د دولت له خوا د یوې منظمې پالیسۍ جوړېدل ، د صنعتکارو د تشویق لپاره تر اتو کلونو پورې د مالیې بخښل، د وارداتي مالونو تعرفو ته پاملرنه، د واردېدونکو اومو موادو مالیه نه اخیستل یا یو فیصد اخیستل، صنعتي فابریکو ته برېښنا ورکول، د صنعتي بانکونو بیا فعالیدل، له کورنیو تولیداتو څخه په دولتي ادارو کې کار اخیستل او له بهر څخه د بې کیفیته اومو موادو دوارېدو مخنیوی.″

د ټولنې رییس شیرباز کمینزاده وویل، دا ټولنه د صنعتکارو د کلونو کلونو هلو ځلو او سرګردانیو وروسته د لومړي ځل لپاره د دوی د منظمو فعالبتونو په مقصد جوړه شوه.

په غونډه کې د سوداګرۍ وزارت مرستیال متصل کمکي د صنعتکارو ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې قانوني مرستې به ورسره وشي:

″دولت مکلف دی، چې په هېواد کې د خصوصي سکتور او پانګوالو ژوند او پانګې خوندي وساتي، موږ به د صنعتکارو د ټولنې د ستونزو حل ته تدابیر ونیسو ځکه دا ضروري ده.″

د افغانستان د صنعتکارو عمومي ټولنه په داسې حال کې جوړیږي، چې په د فابریکو اکثره خاوندان شکایت کوي، چې له دوی سره د دولت له خوا لازمې مرستې نه کیږي.

دوی داهم وایي، چې په هیواد کې د ناامنیو له امله د کورنیو او بهرنیو پانګې اچونې لړۍ د نوي حکومت د لومړیو کلونو په نسبت ځنډنۍ شوې ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG