د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۰

په هېواد کې دننه د بې ځایه شویو د ستونزو دایمي حل په اړه یوه څیړنه شوې


د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستیال عبدالصمد حامي او د افغانستان لپاره د یو. ان. ایچ .سي . ار ادارې مرستیاله الیسنیرا مورلي
د هیواد په دننه کې د بې ځایه شویو کډوالو د دایمي ستونزود هواري په موخه نړیوال بانک او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یو ګډ څیړنیزراپور خپور کړ.

په دغه راپور کې له څلور سوو پنځوسو بې ځایه شوو کورنیو سره مستقیمې خبرې شوي او د هغوی بیلابیلې ستونزې په کې ځای شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ د چهار شنبې په ورځ دغه راپور خپور کړ او دا یې د خپلو لویو پلانونو یوه برخه وبلله.

میرمن نسیمه مجیدي یو له هغو کسانو څخه ده، چې د دغه راپور په جوړیدو کې یې همکاري کړې، نوموړې د دغه څیړنیز راپور لاسته راوړنې داسې په ګوته کړ:

″کومې لویې ستونزې چې بې ځایه شوې کورنۍ یې ګالي،هغه بې وزګاري، د ښې سرپنا نشتوالي او د خوراکي موادو کمښت دی.

د بریښنا نشتوالی، پاکو اوبو ته نه لاس رسی او د سالمې روغتیا د امکاناتو نه شتون نورې ستونزې دي، چې اویا په سلو بې ځایه شوې کورنۍ ورته لاس رسی نه لري.″

دغه راپور د کابل، هرات او کندهار په بې ځایه شویو کورنیو باندې جوړ شوی، د راپور له مخې نوي په سلو کې بې ځایه شویو ویلي، چې ټول ژوند به په کډوالۍ کې تیروي او اتیا په سلو کې یې بیا ویلي، چې هیڅ نه غواړي خپلو ځایونو ته ستانه شي.

په دوی کې یو څلویښت په سلو کې هغه کسان وو، چې د بې ځایه کیدو یې پنځه کاله وتلي وو.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو دغه هڅې ستایي او وایي د دغه راپور له مخې به خپل پروګرامونه چمتو کړي.

د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال عبدالصمد حامي وویل، له پلان سره سم به له دغو بې ځایه شویو کسانو سره مرسته وکړي او هڅه به وکړي چې د نورو مرسته کوونکو پام هم دې مسالې ته را واړوي.

″د دغه څیړنیز راپور لاسته راوړنې به له موږ سره مرسته وکړي، تر څو د هېواد د ننه بې ځایه شویو لپاره د حل یوه دایمي لاره پیدا کړو.

موږ به حتمآ په خپلو پلانونو کې له دغو راپور څخه ګټه واخلو او همداراز هڅه کوو چې د دغه پروګرامونو د عملي کولو لپاره له نورو وزارتونو او مرسته کوونکو موسسو سره ګډې خبرې وشي.″

ښاغلی حامي وایي، دامهال په هیواد کې د اتوزرو په شااوخوا کې بې ځایه شوې کورنۍ ژوند کوي، چې په دغو کې ډیرې هغه کورنۍ دي، چې د ناامنۍ له امله بې ځایه شوي دي.

د دوی په خبره د وخت په تیریدو سره به د بې ځایه شویو ټولو غوښتنو ته ځواب ووایي او دې ته به یې وهڅوي چې بیرته خپلو ځایونو ته ولاړ شي.

خو د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په اړه داسې اندیښنې هم موجودې دي، چې ترډیره دغه کورنۍ د دې لپاره بې ځایه شوي چې له بیلابیلو موسسو څخه مرستې ترلاسه کړي.

دا چې دغه ګونګوسې پرځای دي او که نه مسولینو یې په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG