د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۹

بریتانوی جنرال: د جګړې له لومړۍ کرښې څخه به عسکر ونه ایستل شي


په افغانستان کې د بریتانیا لوړ رتبه قوماندان ډګرجنرال جمس بوکنال وویل، له افغانستان څخه په بیړه د ځواکونو ایستل به په دې هیواد کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې جګړه کې پرمختګونو ته زیان ورسوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې جنرال بوکنال ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې ته په خبرو کې ټینګار کړی، چې ایتلافي ځواکونو په دې هیواد کې تیر ژمی ښې لاس ته راوړنې درلودې او ورته په کارده چې دغه پرمختګونه د جګړې په دې فصل کې هم وساتي.

جنرال بوکنال چې په دې هیواد کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مرستیال هم دی، وویل، اوس له هغو بشپړو منابعو ګټه پورته کوو، چې په دې هېواد کې د ستراتیژۍ د تطبیق لپاره یې په اختیار کې لرو.

د بریتانیا د پوځ قوماندان وویل، د دې اړتیا ده چې دغه شمیر ځواکونو چې اوس په افغانستان کې دیره دي، په همدې شکل د جګړو تردوو نورو فصلونو پورې په دې هیواد کې پاتی شي، په دې ماناچې دغه ځواکونه دی د ۲۰۱۲ م کال ترمني له دې هیواده نه ایستل کیږي.

د اوباما ژمنه:

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې، چې د روان میلادي کال د جولای له میاشتې څخه به له افغانستانه په تدریجي ډول د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړي.

په اوس وخت کې شاوخوا سل زره امریکایي عسکر په دې هیواد کې دیره دي.

امریکا غواړي په دې توګه د دغې جګړې دروند بار چې ملاتړ ورڅخه کم شوی او ډیرلګښت لري، سپک کړي، خو په عین حال کې یې خپلو اروپایي متحدینو ته هم خبرداری ورکړی؛ چې که ځواکونه ژر له دې هیواده وباسي نو هغه پرمختګونه به له خطر سره مخامخ کړي، چې د وسله والو طالبانو پرضد جګړه کې په دې وروستیو کې ترلاسه شوي دي.

بریتانیا په پام کې لري چې ترراتلونکو نهو میاشتو پورې شاوخوا څلور سوه عسکر له دې هیواده وباسي. په اوس وخت کې د بریتانوي ځواکونو شمېر ۹۵۰۰ تنو ته رسي.

د بریتانیا د پوځ قوماندان جنرال جمس بوکنال د ځواکونو د کمولو د پلان په اړه وویل، د جګړې له لومړۍ کرښې څخه به عسکر ونه ایستل شي بلکې هغه پرسونل به کم شي چې د ملاتړ رول لوبوي.
XS
SM
MD
LG