د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

ناټو: په افغانستان کې پر کورونو عملیات یوه اړتیا ده


ناټو وايي، په راتلونکي کې به هڅه وکړو، څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسو.
ناټو وايي، په راتلونکي کې به هڅه وکړو، څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسو.
د ناټو ځواکونه وایي، چې په افغانستان کې پرکورونو عملیات یوضرورت دی او له افغان ځواکونو سره په همغږی به دوام وکړي.

د اخبره د ناټو ویاندې اوانا لانګیسکو پرون د افغان ولسمشر له هغه خبرداري وروسته وکړه، چې ویلي یې وو، له دې وروسته د افغانانو پرکورونو د ناټو هوایي بمبارۍ ته اجازه نه شي ورکولای او که د اډول عملیات دوام وکړي نو به افغانان دغو ځواکونو ته د یرغلګر ځواک په سترګه وګوري.

کرزي پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

″که چیرې دوی (بهرني ځواکونه) د افغانستان د دولت له اعلان وروسته، چې د افغانستان پر کورونو دې هوايي حملې نه کیږي، بیا هم زموږ پر کورونو حملو ته دوام ورکړي، نو به یې حضور له تروریزم سره د مبارزې د ځواکونو پر ځای د افغانستان د خلکو پر ضد او اشغالګرو ځواکونو واوړي او د داډول حملو تکراربه په افغانستان کې د یوه اشغالګر عمل په مانا وي.″

افغان ولسمشر ناټو ته د افغانانو پرکورونو د عملیاتو په اړه دغه شدید خبرداری وروسته له هغې ورکړ؛ چې څو ورځې وړاندې د هلمد ولایت په نوزدا ولسوالۍ کې د ناټو په هوایي بمباری کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا لس تنه وژل شوي وو.

د ناټو ویاندې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، چې ناټو ځواکونه د ولسمشر کرزي اندیښنه ډیره جدي بولي او ټولې هڅې به په کار واچوي څو په راتلونکې کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

هغې وویل، د ناټو ټول دغسې هوایي عملیات له افغان ځواکونو سره هماهنګ کړای شوي او هغه به دوام وکړي ځکه دایو ضرورت دی.

د ناټو ویاندې همداراز وویل، د زیاترو دغو عملیاتو مشري په خپله افغانان کوي.

خو د افغانستان د پوځي چارو کارپوه جنرال نور الحق علومي وایي، د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د همانګی نشتوالی د دی سبب شوی، چې ملکي تلفات دوام وکړي او په دې باور دی، چې ترهغو پورې چې د افغان او نړیوالو ځواکونو د قوماندې او ثوق او ادارې ګډ مرکزونه رامنځ ته شوې نه وي، د غه ستونزه نه شي حل کیدای.

ولسمشر کرزي پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د تروریزم پرضد مبارزه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده بلکې دغه مبارزه دې د تروریزم پراصلي مرکزونو د افغانستان له پولو اخوا متمرکزه شي.
XS
SM
MD
LG