د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۷

کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره یوه غونډه جوړه شوه


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ لومړنې تړون په ۱۹۶۵ میلادي کال کې لاسلیک شوی و.
افغان او پاکستاني چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي تړون د تخنیکي ستونزو د هواري لپاره په کابل کې پراخ بحثونه پرانستې.

که څه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ دا ټرون ډیر مخکې لاسلیک شوې، خو د ځینو تخنیکي او اصولي ستونزو له کبله، چې چارواکو ورته په خپلو خبرو کې اشاره وکړه لا ندې پلې شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي، چې د خپل پاکستاني سیال له مرستیال ظفر محمود سره د دې غونډې په څنډه کې خبرې کولې وویل هیله مند دي، چې دا ستونزه به ژر هواره شي.

″کوم جزوي اختلاف چې د دې موفتامې د احکام په ارتباط کې وو، باید حل یې کړو، په ځانګړي توګه د دوی له خوا چې کوم مشکل ته په کلکه اشاره شوې ده، هغه د قاچاق موضوع ده هغه زموږ لپاره هم ستونزمن دی، یعنې دا یو دوه اړخیزه ستونزه ده، چې په کې موږ حاضر چې پوره همکاري ورسره وکړو.

تېر ځل چې دوی دلته تشریف راوړی و او په مالي برخه کې کومه ستونزه چې وه هغه مو حل کړه او نن توقع لرو چې د لاریو په برخه کې کوم تضمین ته چې ضرورت دی هغه هم حل شي.″

د ښاغلي احدي په وینا دوی به په ټرانزیټ تړون کې د تخنیکي ستونزو د هواري لپاره په راتلونکې کې هم خپلو غونډو ته دوام ورکړي.

خو ښاغلي احدي دې ته هم اشاره وکړه، که چیرې په تړون کې دوی له کومې اصولي ستونزې سره مخ کیږي او په هواري کې پاتې راځي، نو بیا به نړیوال حکم ته بلنه ورکوي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ دا تړون لومړې په اسلام اباد کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې او بیا په کابل کې د امریکا پخواني ځانګړې استازي ریچارډ هالبروک په حضور کې لاسلیک شو.

که څه هم دا تړون د افغان او پاکستاني حکومتونو له خوا تصویب شو، خو افغان سوداګرو څو څو وارې په اعتراضیه غونډو کې پاکستان په دې تورن کړ، چې دا تړون نه پلې کوي.

خو د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د مرستیال وزیر په وینا دوی هڅه کوي، چې یو موثره او غوره سند ترتیب کړي، څو ټولې ستونزې په کې په پام کې نیول شوي وي.

ظفر محمود، چې له ښاغلي احدي سره یو ځای له افغان رسنیو سره خبرې کولې دا تړون مهم وګاڼه او د تړون نه پلې کیدو ته داسې اشاره کوي:

″په ټکنالوژۍ او ټرانسپورټ کې د بدلونونو او پرمختګونو له امله دا مهمه لیدل کیده چې باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ټرانزیټ تړون کې یو شمیر بدلونونه راغلی وای څو د ټکنالوژۍ په ډګر کې په نوو لارو چارو عمل وکړو.

هغه څه مو چې په دې موده کې ترلاسه کړی، هغه دا دې چې یو ډیر پرمختللی سند مو جوړ کړی، چې نه یواځې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به په ښه ډول په کار وړل کیږی بلکې دواړه هیوادونه کولای شي له دې مودل یا نمونې څخه په استفادې له نورو هیوادونو سره خپلې ټرانزیټي اړیکې وپالي.″

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ لومړنې تړون په ۱۹۶۵ میلادي کال کې لاسلیک شوی و، چې د ډېرو په اند زیاتې تخنیکي ستونزې یې درلودلې او اوسنۍ اړتیاوې یې نه شې پوره کولی.

خو دواړه لورې دی ته خوشبینه دي، چې دا نوې تړون به د جون په لومړیو کې وروستی شی او د جون له دولسمې به عملي بڼه غوره کړي.

افغان سوداګر که څه هم دا تړون د دواړو هیوادونو په ګټه بولي، خو د تړون پلي کیدو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې د افغان سوداګرو ستونزې تل د کاغذ پر مخ هوارې شوي خو عملي بڼه نه لري.

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG