د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۴

ترکمنستان په افغانستان کې څه رول لري؟


ترکمنستان چې له پخواني شوروي اتحاد څخه د آزادو شویو جمهوریتونو په ډلې کی دی، له کلونو راهیسي ، له افغانستان سره د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب په فضا کي ژوند کوي .

ترکمنستان له ۱۳۷۰ لسېزې راهیسي هڅه کړې چي په افغانستان کي د متخاصمو ډلو تر منځ په روغې جوړې کي مرسته وکړي خو نړیوالې ټولني او لویدیځ ددغه هیواد ونډې ته زیات پام نه دی اړولی.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي څوورځې وړاندي ترکمنستان ته سفر وکړ او دا مهال بحثونه ګرم شوي چي عشق آباد په جنګ ځپلې افغانستان کي څه ډول ونډه اخیستلاي شي.

عشق آباد له کلونو راهیسي هڅه کړې چي د ملګرو ملتونو په مرسته، د افغانستان د متخاصمو ډلو ترمنځ دسولې او روغې جوړې لپاره د خبرو اوغونډو کوربه وي.

د ترکمنتسان ډيپلوماتانو حتی د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ، نړیوالو او سېمه ييزو کنفرانسونو کې هم دا ډول وړاندیزونه کړي دي خو پام ورته ندی شوی.

افغان چارواکو او د جرمنی صدراعظکې انګیلا میرکل هم د ترکمنستان له مشرانو سره د کتنو او خبرو پر مهال د افغانستان د سولې له بهېر سره د عشق آباد د لیوالتیا او هلو ځلو یادونه کړې ده.

که څه هم چی ترکمنستان له افغانستان سره د بشري مرستو او برېښنا په برخو کي په دوام داره ډول سخاوت کړی خو دا هیواد د افغانستان د سولې په اړه د ۶+۲ او یا ۶+۳هیوادونو له ډلې څخه لیري ساتل شویدی. د افغانستان په چارو کي دخیل او په کار پوه ډېر کسان د افغانستان د سولې په عملیې کي د ترکمنستان په ونډې ندي خبر.

د ترکمنستان چارواکي چي کله د افغانستان د سولې په عملیې کی د منځګړتوب لپاره د خپل هیواد د چمتو والي په اړه استدلال کوي، دا هم وایي، چي دا هیواد د افغانستان ګاونډی دی، له افغانستان سره زیاتي بشري مرستي کوي، د مرکزي آسیا لپاره د ملګرو ملتونو دمخنیوي ډيپلوماسۍ سيمه ييز دفتر په عشق آباد کی دی او په تاجکستان کي د کورنۍ جګړي پر مهال د مخالفو ډلو تر منځ د سولې او پخلایني په کار کي د خپل منځګړتوب او هڅو په سابقي ویاړي.

په سیاسي او ډپلوماتیکي هلو ځلو سربېره، ترکمنستان د افغانستان په سولې کي ګټې هم لري.

عشق آباد ، د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د پایپ لاین د غزولو پروژه رامخ ته کړی خو تر اوسه ځکه ځنډېدلې چي هند د غاز د بیې پر سر له عشق آباد سره موافقي ته ندی رسیدلی . افغانستان په پوره لیوالتیا ، ددغې پروژې جوړیدو او فعالیدو ته سترګې په لار دی. دغه راز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ جوړولو پروژه هم تر لاس لاندي ده.

په ۲۰۰۷ کال کي چی کله بردي محمدوف د جمهوري ریاست په څوکي کیناست، زیات پام یي معارف او بهرنیو اړیکو ته اړولی او ددي مقصد لپاره یي یو شمېر هغه کسان په حساسو ډپلوماتیکي څوکیو ګمارلې چي په بهرنیو ژبو تسلط لري.

ترکمنستان زیار باسي خپل طبیعي غاز په نورو هیوادونو وپلوري او ورو ورو په روسیې باندی خپله تکیه کمه کړی او په مقابل کي غواړي د چین، ایران او اروپایي اتحادیي بازارونو ته لار پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG