د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۰۵

شهراني: ۵ کاله وروسته به د هیواد د عوایدو لویه سرچینه له کانونو څخه وي


د کانونو وزیر نعمت الله شهراني
د کانونو وزیر نعمت الله شهراني
په داسې حال کې چې په هیواد کې ورځ تربلې د قیمتي تیږو د قاچاق او خپل سره قراردادونو شکایتونه مخ په زیاتیدو دي، د کانونو وزیر وایي، ډیر ژر به یې مخه ونیول شي.

د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل دوی په داسې یوې تګلارې کار کوي چې له مخې به یې په هیواد کې شته کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شي او د قاچاق مخه به یې ونیول شي.

″د دغې ستونزې اصلی لامل چې کانونه قاچاق کیږي، په خپل سر ویستل کیږي او افغانستان ورڅخه ګټه نه شي اخیستی دا ده، چې منظمه تګلاره نه ده موجوده.

خو اوس موږ په نوې تګلاره کار پیل کړی او دوه اوونۍ وروسته به یې کابینه منظوره کړي.

په ۱۳۸۸ کال کې د کانونو عاید څوارلس ملیونه ډالره وو، خو په ۱۳۸۹ کې سره له دې چې کوم قرارداد لاسلیک نه شو دغه عاید پنځه اتیا ملیونه ډالرو ته ورسیده.

د دغې تګلارې له مخې به پنځه کاله وروسته له کانونو څخه د افغانستان عاید یونیم ملیارده ډالر او پنځلس کاله وروسته درې نیم ملیارډه ډالره شي.″

شهراني وویل، دا مهال د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د سروزرو، مسو، اوسپنې، ګازو، تیلو او ځینو قیمتي تیږو کانونه موجود دي چې له را ویستو سره به یې د هیواد په اقتصاد کې ژور بدلون راشي.

د شهراني په خبره پنځه کاله وروسته به د هیواد د عاید لویه سرچینه له کانونو څخه وي.

په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال جمال ناصر صدیقي هم ډاډ څرګند کړ، چې د کانونو د استخراج د امنیت لپاره به خپلې روزل شوې قطې سیمې ته لیږي.

د کانونو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې ځینو سناتورانو له دې اندیښنه درلوده، چې په ځینو سیمو کې په کانونو غیررسمي کارونه روان دي او بهر ته قاچاق وړل کیږي.

د مشرانو جرګې غړو خالق داد بلاغي او رفیع الله حیدري په دې اړه خپلې اندیښنې داسې بیان کړې.

″حتی د افغانستان ملي شخصیتونه او همدا شان د بدخشان د خلکو ځینې استازي په بدخشان کې د لاجوردو د کان ویستونکو ملاتړ کوي او همدا شان وزیران او نور لوړ پوړي کسان له دغې لارې د خپلو میلمستیاوو لګښتونه ترلاسه کوي.

۲ - موږ په کونړ کې کرومایت لرو، چې په ډیره ارزانه بیه پاکستان ته روان دي او همداشان موږ سنګ مرمر لرو، چې قاچاق کیږي او تیل لرو چې هیڅ سروې پرې نه ده شوې.″

د کانونو وزارت سره له دې چې دغه ستونزې تاییدوي خو وایي، د مخنیوي هلې ځلې یې پیل کړي.

د کانونو وزارت د چارواکو په خبره دا مهال د ځینو نورو قیمتي تیږو سربیره هره ورځ شپږ سوه ټنه کرومایت تیږې پاکستان ته قاچاق کیږي، چې د دوی په خبره له دغو تیږو څخه د پاکستان کلنی عاید یو عشاریه دوه ملیارده ډالره کیږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG