په داسې حال کې، چې ځینې نړیوالې کړۍ په افغانستان کې د ادارې د اصلاح لپاره بیلابیلې پلمې لټوي، افغان ولسمشر بیا په هیواد کې ځینې بهرنۍ ادارې، چې دې یې موازي جوړښتونه بولي د فساد اصلي لامل بولي.
ښاغلي کرزي، چې سې شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، تر هغو چې دغه بهرني موازي جوړښتونه او خپلسري اقدامات له منځه ولاړ نه شي د ادارې اصلاح ستونزمنه ده.
ښاغلي کرزي دا تور هم ولګوه، چې دغه جوړښتونه په خپلسر افغان مامورینو ته د پیسو په ورکولو سره د فساد امکانات برابروي.
ده وړاندې په دې برخه کې د افغان دولت هڅو ته په اشارې وویل.
″له یوې خوا موږ اصلاحات راولو، چې د یوه ویاله بڼه لري، خو بهرنیان بیا د سیند په څیر دي، چې بیا بیا دا ویاله ککړه وي.
بهرني قراردادونه، بهرنۍ پي. ار. ټي ګانې، بهرني اقدامات، دوی زموږ مامورینو ته په پټه پیسې ورکوي، دوی زموږ مامورینو ته پرته له دې، چې اداره پرې خبره وي موټرې ورکوي. د دې ترڅنګ ځینې نور موازي اقدامات هم لري.″
دا لومړې ځل نه دی، چې افغان مشر د بهرنیو ادارو او په تیره بیا د پي. ار. ټي ګانو په فعالیت انتقاد کوي، بلکې تردې مخکې هم دغه ادارې تورنې کړې وې، چې د مرکزي حکومت د کمزورۍ اسباب برابروي.
ده یو ځلې بیا په دې ټینګار وکړ، چې په هیواد کې د فساد په وړاندې د مبارز او د حساب ورکولو تر ټولو ښه لار دا ده، چې نړیوالې مرستې د افغان دولت له لارې ولګول شي، ځکه د ده په وینا پخواني شوروي اتحاد هم دا کار کاوه.
ښاغلی کرزی په داسې حال کې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د فساد د امکاناتو په برابرولو تورنوي، چې ځینې نړیوالې کړۍ بیا په افغان دولت د فشار لپاره بیلابیلې وسیلې کاروي.
د هیواد د مالیې وزیر، چې په همدې ورځ یې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې ځینو بهرنیو کړیو د کابل بانک له ستونزې هم د فشار د وسیلې په توګه کار اخستی دی.
″د دوی هدف دا و، چې پر افغان حکومت باید فشار وي. موږ هم د اصلاحات طرفدار یو، خو یو دم د کابل بانک له لارې، زموږ څارنوالۍ کې باید اصلاح راشي، زموږ په قضا کې باید اصلاح راشي او زموږ په نورو ادارو کې هم باید اصلاح راشي، دا زموږ له توانمندۍ څخه لږه پورته خبره ده.″
د ځینو کتونکو په اند په افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې په اړه د نړیوالو دا ډول دریځ او د هغې پر وړاندې د افغان دولت مقاومت د دواړو لوریو ترمنځ په اړیکو ناوړه اغیزه کړې.
د دوی په باور دواړو لوریو ته په کار ده، چې د یو بل اندیښنې درک کړي او د ستونزې د هواري لپاره مناسبه لار بیا مومي.
راپور: حمید مهمند