د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۰۴

راسموسن: هدف ته تر رسېدو پورې باید په افغانستان کې پاتې شو


د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسین
د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسین
په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژنې وروسته یو شمېر امریکايي سیاست وال ټینګار کوي، چې واشنګټن باید په افغانستان کې د وسله والو ضد سترايتژي پرمخ بوځي.

د دې ستراتیژۍ پر اساس به په افغانستان کې له دېره شاوخوا یو لک عسکرو څخه یوه کوچنۍ برخه پاته وي او د طالب وسله والو پر هدفونو به حملې کوي.

خو د ناتو عمومي منشي اندیرس فوغ رازموسین له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره مرکې کې په دې اړه اندښنه څرګنده کړې او وایي، دا ډول حرکت به یوه اشتباه وي.

رازموسین ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ماموریت باید دا ډاډ ورکړي، چې افغان امنیتي ځواکونه به په ۲۰۱۴ کال کې د امنیتي چارو مسولیت اخیستنې ته چمتو او پوره غښتلې وي.

د ناټو عمومي منشي دغه راز وايي، په افغانستان کې د زیات شمېر ناټو عسکرو په موجودیت کې افغان حکومت وده او پراختیا کولای شي.

د ناټو عمومي منشي اندیرس فوغ رازموسین په کابل کې له جمهور رییس حامد کرزي او نورو چارواکو سره له کتنې وروسته په دې مرکې کې ویلي، موږ نه غواړو، چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته حالت کې امنیتي خلا ایجاد کړو.

موږ باید ډاډمن شو، چې افغان ځواکونه د تروریستانو د لیري کولو لپاره پوره مجهز دي او قوي حکومتي ارګانونه او ادارې باید فعالې وې.

دغه مقصد ته د رسیدو لپاره موږ باید د وسله والو پرضد موجوده پراخه ستراتیژي فعاله وساتو او داسې احساسوم چې متحده ایالات باید خپله پالیسي جاري وساتي.

د ناټو عمومي منشي په دې بارو دی، چې په افغانستان کې د ناټو ستراتیژي کار ورکوي او له کومي ورځي چې دې هیواد ته د امریکا د متحده ایالاتو اضافي عسکر رسیدلي، په طالبانو باندې فشارونه زیات شوي او په روان کال کې د خاصو ځواکونو د شپې په تیاره کې یرغلونه او حملې هم زیاتې شوي دي.

د ناټو عمومي منشي دغه راز ویلي، د افغان حکومت له خوا جوړ شوي د پخلایني او سولې پروګرام کې چې وسله وال طالبان وسلو ایښودو او جګړوپریښدو ته هڅوي، مثبتي نښې نښانې ترسترګو کېږي.

د ناتو عمومي مشني رازموسین په مرکې کې دا هم ویلي، په افغانستان کې د سولې د عملې یا پرګرام د بریالي کېدو لپاره دوه شیان ډېر ضروري دي.

یو دا چې پاکستان باید له طالبانو څخه خپل ملاتړ کم کړي او هغوي ته په ټینګه ووایي، چې د سولې خبرو ته کېني. دوهمه مساله دا ده چې ناټو باید په افغانستان کې د طالبانو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، په افغانستان کې د انګلیسي ځواکونو جګ پوړي جنرال ښاغلي جیمزبکنال له ډیليې ټیلګراف ورځپاڼې سره مرکې کې ویلي، افغانستان ته د متحده ایالاتو استول شوي اضافي عسکر باید د نورو دوو کلونو لپاره په دي هیواد کې دېره وي تر څو د طالبانو پرضد لاسته رواړنې وساتلای شي.

جنرال بکنال وایي، له افغانستان څخه د زیات شمېر عسکرو ایستل به د افغانستان د ماموریت په اړه شویو ژمنو ته غلطې اشارې ورکړې.
XS
SM
MD
LG