د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۲

ولسمشر کرزی: افغانستان او پاکستان په یو حساس تاریخي پړاو کې دي


ولسمشر کرزي وویل، له تروريزم او د هغه په نتيجه کې له رامنځته شويو ستونزو کړېدلي دي.
ولسمشر کرزي وویل، له تروريزم او د هغه په نتيجه کې له رامنځته شويو ستونزو کړېدلي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وايي، افغانستان او پاکستان په يو حساس تاريخي پړاو کې دي، چې په هغه کې سوله او ثبات د دواړو هيوادونو په ګټه دي.

ښاغلي کرزي دا خبره د پاکستان له پارلماني هيات سره په کتنه کې وکړه، چې افغانستان ته په سفر راغلی دی.

کرزي پرون ماسپښين د پاکستان د پارلمان د دواړو جرګو له ګډ پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

پاکستاني پلاوي د تخار د جمعې د ورځې پر پېښه ولسمشر کرزي ته تسليت ووايه.

د تخار د ولايت د مقام په ودانۍ کې د شمال د ساحوي زون د پوليسو د عمومي قومندان جنرال داود داود او د تخار د امنيه قومندان شاه جهان نوري په شمول اته تنه ووژل شول.

افغان چارواکو بې له دې چې د پاکستان د نوم يادونه وکړي، ويلي چې دا بريد له افغانستانه دباندې پلان شوی و.

په افغانستان او پاکستان کې سوله د نړۍ په ګټه ده:

د ولسمشر کرزي د وياند د دفتر له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي پاکستاني هيات ته وويل: ″افغانستان او پاکستان په يوه تاريخي مرحله کې دي او دواړه له تروريزم او د هغه په نتيجه کې له رامنځته شويو ستونزو کړېدلي دي.″

د ولسمشر کرزي په وينا په افغانستان او پاکستان کې سوله او ثبات نه يوازې د دواړو هيوادونو په ګټه دي بلکې د نړۍ په ګټه هم دي.

له ارګ څخه د خپرې شوې اعلاميې له مخې دواړو خواوو دوستانه اړيکې په خپله ګټه وبللې او د هغو پر ټينګښت يې ټينګار وکړ.

خو د سياسي چارو ځيني کارپوهان وايي، تر څو چې عملي اقدامات نه وي ليدل شوي دا ډول کتنې او ملاقاتونه د افغانستان او پاکستان اړيکې نه شي ښه کولي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني ډيپلومات احمد سعيدي، چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان نيت ته د شک په سترګه ګوري، وايي:

″پاکستاني پلاوي د کابل د سفر په لړ کې تر دې مخکې د افغانستان د ملي شورا له غړيو سره هم کتلي وو او د دواړو هيوادونو د پارلمانونو ترمنځ يې د اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.″
XS
SM
MD
LG