د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۳۵

د هرات جګړه د بريد کوونکو په وژلو سره پايته ورسېده


د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، نن غرمه په دې ولايت کې د وسلوالو طالبانو، افغان امنيتي ځواکونو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ پيل شوې جګړه چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام وکړ، د حمله کوونکو په وژلو سره پايته ورسېده.

جګړه د سهار ١١ بجې وروسته تر هغه پيل شوه چې څو ځانوژونکو د ولايتي بيارغونې د ډلې يا پي، ار، ټي مخې ته په منفجره موادو ډک موټر منفجر کړ.
په ورته وخت کې يوه ځانوژونکي د هرات ښار په سينما چوک کې ځان ته چاودنه ورکړه چې دې چاودنې هم تلفات واړول.

د لوېديځ زون د ساحوي قوماندانۍ مرستيال محمود ضيا محمود د ازادۍ راډيو له خبريال سره په خبرو کې وويل، په دې بهير کې ٥ ځانوژونکي وژل شوي دي: يو ځانوژونکى د هغه کور مخې ته چاودنه وکړه، چې په کې پټ شوى و، درې په يوه کور کې ووژل شول او بل تن له چادرۍ څخه په استفادې غوښتل له سيمې وتښتي، چې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ټپي کړاى شو او په روغتون کې يې ساه ورکړه.

د هرات والي داوود سبا نن غرمه په يوه کنفرانس کې خبريالانو ته وويل:

̋نن د جګړو په نتيجه کې اته کسان وژل شوي او ٣٧ تنه نور ټپيان شوي دي̋

داود سبا د کنفرانس پر مهال د ازادۍ راډيو د خبريال دې پوښتنې ته چې دغو حملو ته په پام سره به بيا هم افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو سپارل پيل شي؟ په ځواب کې وويل:

̋دغه ډول حملې په هېڅ ډول د افغان امنيتي ځواکونو روحيه نه شي کمزورې کولاى، افغان ځواکونه په بشپړ ډول تيار دي، چې د دې ولايت امنيتي مسووليت له بهرنيو ځواکونو واخلي̋

ولسمشر حامد کرزي د هرات نننۍ پېښه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي، د دغو حملو مسووليت منلى دى، ادعا کوي چې د بهرنيانو په ګډون يې ١٤ کسان وژلي دي، خو دولتي چارواکي دغه ادعا ردوي.
XS
SM
MD
LG