د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۷

د یمن له دریو سیمو څخه د جګړو راپورونه ورکړل شوي


د یمن په دریو سیمو کې د دوشنبې په ورځ د جګړو او سخت تاوتریخوالي راپورنه ورکړل شوه.

حکومتي ځواکونو په تعز ښار کې پر مظاهره چیانو ډزې کړي، په ناارامه ابین ښار کې د حکومت ضد وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او د پایتخت صنعا په ختیځه برخه کې هم نښتې شوي دي.

له تعز ښار څخه رسیدلي راپورونه وايي، چې ولسمشرعلي عبد الله صالح ته وفادارو ځواکونو د دوشنبې په ورځ دغلته شل تنه مظاهره کونکي په ډزو وژلي او څه د پاسه سل نور يې ټپیان کړي دي.

په تعز کې روغتیايي سرچینو ویلي، چې ښايي د مړو شمېر له دې هم لوړ شي.

بهرنیو ژورنالستانو ویلي، په تعز ښار کې تاوتریخوالي د یمن خلکو ته ټکان ورکړی او ښايي دغه وضیعت دغلته پریکنده تحول رامنځته کړي.

د پایتخت صنعا په په شمالي برخه کې د شپې له خوا د خال خال نښتو او چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

سره له دې چې دغلته د حکومتي ځواکونو او د حاشد قبیلي د وسله والو ترمنځ دوه ورځې وړاندې اوربند ټینګ شوی، خو بیا هم له سیمې نه د تاوتریخوالي راپورنه ورکول کیږي.

د یکشنبې په ورځ د یمن د دفاع پخواني وزیر جنرال عبد الله علي علایوا ولسمشر صالح تورن کړ، چې په ابین ښار کې وسله والو ته وسلې ورکوي، څو د ګډوډیو د راپیدا کولو له لارې د مظاهره چیانو پر ضد له وسله والو څخه کار واخلي.

نوموړي وویل:
«موږ د رژیم دا ګام چې وسله والو غلو، ورانکارو او تروریستانو ته چې په خپله رژیم جوړ کړي، یو شمېر ولایتونو سپارلي،غندوو.
دغه وسله وال دې ته هڅول کیږي، چې وژنې وکړي او ګډوډۍ رامنځته کړي، دا زموږ د پوځ د زیانمنولو لپاره یو نا هیلي هڅه ده .»

خو د یمن د دفاع وزارت لوړ رتبه افسرانو دا تور رد کړي او وايي، چې له زینجیبار څخه یو شمېر ځواکونه نورو ناارامه ولایتونو عدن، لهج او د هله ته استول شوي دي .

خو په ابین ښار کې پاتې امنیتي ځواکونو بهرنیو خبریالانو ته ویلي، چې د حکومت له خوا په نورو سیمو کې د پوځ د ځای پر ځای کېدو اوامرو د جمهوري ګارډ او امنیتي ادارو زرګونه سرتیري او مسولان اړ کړي، چې د حکومت ضد مخالفانو ته واوړي.
XS
SM
MD
LG