د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۹

مصري اخوانیان:موږ به په راتلونکي پارلمان کې برلاسي یو


اخوان المسلمین ګوند چې د حسنې مبارک په تیر دیرش کلن دوران کې سخت ځپل شوی وو، د ده د واک له پرځېدو وروسته د مصر په سیاسي ساحه کې پیاوړی راڅرګند شوی.

د عدالت او ازادۍ د ګوند مشر وایي، دوي کوښښ نه کوي، چې په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي، خو سیاسي رقیبان یي وایي، اخوانیان به د مصر په راتلونکي پارلمان کې برلاسي وي .

په داسې حال کې چې غیر مذهبي ګوندونه اخوان المسلمین سره د مقابلې کوښښ کوي هغه لویدیځوال چې په مصر کې یې پانګې لګولي انديښمن دي، چې په دغه هېواد کې چې تر ډیره حده د لویدیځو سیلانیانو په عایداتو متکي دی او په دې وروستیو کې د مسلمانانو او د مسیحیانو د اقلیت ترمنځ تاوتریخوالی هم ولیدل شو،د داسې یو حکومت رامنځ ته کیدل، چې په مذهبي مفکوره ولاړې وي، څه معنی ولري.

د عدالت او ازادۍ د ګوند مشرمحمد مرسی د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې :

(اسلام د موږ د ګوند یواځې یو اساس دی ، په دې معنې چې د موږ عمومي چوکاټ اسلامي شریعت دی، اما موږ په فردي مسایلو کې دیني احکام نه صادروو.،،

خو په خاصه توګه د مصر ازاد او لیبرال ګوندونه اندیښمن دي چې اخوان المسلمین کېدای شي د مصر د قانون له دوهمې مادې څخه چې اسلامي شریعت د قانون اصلي منبع ګڼي د خپل ځان لپاره ګټه واخلي .

د مصر پوځي واکمنانو پخوانی قانون ځنډولي او یو موقت قانون یي نافذ کړی دی چې دوهمه ماده په کې نه ده بدله شوې، خو د عدالت او ازادۍ د ګوند مشر دغه اندیښنې بې اساسه ګڼي.

ده د رویټرزخبري اژانس ته ویلي دي:

(موږغواړو یو سیاسي تفاهم رامنځ ته کړو، اخوان المسلمین د پارلمان د کنټرول کوښښ نه کوي، بلکه موږیو پیاوړی پارلمان غواړو چې بېلابېل سیاسي ځواکونه په کې شامل وي. )

محمد مرسی وایي، چې اسلامي شریعت کیدای شي د مصر په یو مدني دولت کی ېځای ولري.

د مصرد اتیا میلیونو وګړو په سلو کې لس مسیحیان دي.

د عدالت او ازادۍ د ګوند مشر وایي، اسلامي شریعت د ټولو خلکو حقوق تضمینوي که هغه مسلمانان وي یا غیرمسلمانان .

محمد مرسی وایي، اخوان المسلمین په هغې ژمنې ولاړې دي چې ویلي دي د جمهوري ریاست لپاره څوک نه کاندیده وي او که چېرې د ګوند کوم کس ځان په مستقله توګه کاندید هم کړ ملاتړ یي نه کوي .

د حسنې مبارک په دوران کې د اخوان المسلمین غړي د دولت تر فشارلاندې وو او امنیتي ځواکونو به يي نیول .

د دوي دفتر په قاهره کې په دوو کوچنیو اپارتمانونو کې وو، خو اوس یي یو پنځه پوړیز تعمیر ته خپل دفترانتقال کړی دی.

اخوان المسلمین چې د خپلو اجتماعي پروګروامونو له کبله د مصر په مذهبي خلکو کې ژورې ريښي لري، د دوه زره پنځم کال په انتخاباتو کې یي د پارلمان په سلو کې شل کرسۍ ګټلې وې .

محمد مرسی وایي، د خپل نوي ګوند لپاره یې تر اوسه کومه اقتصادي تګ لاره نه ده جوړه کړې، خو ځيني غیر مذهبي سیاستوال او نور مصریان اندیښمن دي چې که اخوان المسلمین واک ترلاسه کړي نو ښځې او مسیحیان کېدای شي ګوښه کړای شي او په الکولي مشروباتو بندیز ولګول شي .

څارونکي وایي که چېرې په الکولي مشروباتو بندیز ولګول شي نو د مصر د سیر او سیاحت سکتور به ځکه زیانمن شي چې اکثرغیر مسلمان سیلانیان مصر ته ځي او که چېرې الکول منع وي، نو دوي به د مصر تګ ته زړه ښه نه کړي،په هرو اتو مصریانو کې یو تن د سیر او سیاحت په برخه کې کار کوي .

د عدالت او ازادۍ د ګوند مشر محمد مرسی د مسیحیانو په اړه وایي، چې موږ ټولو ته ډاډ ورکوو چې موږغواړو زموږ مسیحي وروڼه پارلمان ته لاره پیدا کړي، موږنه غواړو چې پارلمان د یوه خاص ګوند په ولکه کې وي.

د عدالت او ازادۍ په نهو زرو راجستر شوېو غړو کې سل کسه مسیحیان او زر کسه ښځې دي، د ګوند د مشر مرستیال رفیق حبیب هم مسیحی دی .

کله چې د عدالت او ازادۍ د ګوند له مشر محمد مرسی څخه وپوښتل شول، چې د الکولي مشروباتو د منع کولو په اړه یي نظر څه دی هغه وویل، چې دا فیصله د پارلمان په لاس کې ده نه د اخوان المسلمین په څیر کوم خاص ګوند په لاس کې.

ده وویل، چې د مصر قانون د اخوان المسلمین قانون نه دی بلکه د مصریانو قانون دی، د مصرقانون وایي چې د شریعت په اصولو ولاړ دی او نه په تفصیلاتو .
XS
SM
MD
LG