د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

د ناټو په غونډه کې به د مسولیت سپارلو په اړه بحث وشي


په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي ویاند دومینیک میډلي
په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي ویاند دومینیک میډلي
د ناټو چارواکي وایي، چې د دې تړون د غړېو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په دې غونډه کې به د افغانستان امنیتي وضع او دې هېواد پورې په بېلابېلو اړوندو مسایلو خبرې وشي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي ویاند دومینیک میډلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا دوه ورځنۍ غونډه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړیږي او د ناټو د غړېو هېوادونو د دفاع وزیران او نور لوړ رتبه چارواکي به په کې برخه واخلي.

ده څرګنده کړه، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په روانو حالاتو او دغه راز افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو پرمسالې هم پراخ بحثونه وشي:

"په دې غونډه کې به د افغانستان په موجوده وضع، د امنیتي مسوولیتونو د لیږد او دې پروسې پورې په نورو تړلو مسایلو خبرې وشي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی سایمن ګیس هم ګډون کوي، هغه به د افغانستان په اړه د ناټو د غړېو هېوادونو له استازو سره لیده کاته او خبرې وکړي".

د افغانستان په اړه د ناټو د غړېو هېوادونو د دفاع د وزیرانو دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په دې هېواد کې وضع له پخوا څخه ډیره خرابه شوې او ان پر بهرنیو ځواکونو هم د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا حملې زیاتې شوي دي.

دې مسالې خلک ډیر اندیښمن کړي او دا باور یې هم زیانمن کړی، چې ګوندې افغان امنیتي ځواکونه به وکولای شي په راتلونکي لمریز میاشت کې په عملي توګه د خپل هېواد د ځینو سیمو امنیتي مسوولیتونه ترلاسه کړي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل هم ورته اندیښنه لري او وایي چې په دې غونډه کې باید پر دې هم بحث وشي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په ایستلو ډیره بیړه ونه شي:

(د افغانستان اوسنی حالت باید دقیق په نظر کې ونیول شي او افغان ځواکونو ته د مسولیت بار په اچولو کې باید چټکي ونشي ځکه له دوي نه دي برابر او له بلې خوا دلته بهرنۍ لاس وهنې شته .)

ټاکل شوې ده د سرطان یا چنګاښ په میاشت کې د افغانستان په اوو سیمو کې امنیتي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي او دا لړۍ د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه بشپړه شي.

خو ډیر شمیرکتونکي او ان د افغانستان عام خلک د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفانو وروستیو سختو او پرله پسې حملو ته په کتو سره په دې باور دي چې لا تر اوسه افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیتي مسوولیتونو تر لاسه کولو ته نه دي تیار.

خو افغان امنیتي چارواکي ټینګار کوي، چې افغان ځواکونه د امنیتي مسوولیتونو منلو ته چمتو دي، دغه راز ناټو او نور بهرني ځواکونه هم وایي چې امنیتي مسوولیتونه به په تدریج سره افغان ځواکونو ته وسپارل شي او د هغوي د تجهیز او سمبالولو لپاره هم هڅې ګړندۍ شوي دي.
XS
SM
MD
LG