د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۸

لوګر:څلور سړک ساتونکي وژل شوي


د لوګر ولايت مسوولين وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانود سړک جوړونې د شركت په امنيتي ساتونكو وسله وال بريد كړى چې په پايله كې يې له دواړو خواوو څخه اووه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټبیان دي.

دغه نښته چې د ياد ولايت په التمور سيمه كې د يوه فرعي سړک د ساتونكو او وسله والو طالبانو تر منځ شوې، د تېرې شپې له دوولسو څخه پيل او د سهار تر شپږو بجو پورې يې دوام كړی.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې نښته كې چې د يوه فرعي سړک پر ساتونكو شوې، د دوو تنو طالبانو پر ګډون څلور تنه سړک ساتونكي وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.

دروېش زياته كړه، چې د پېښې پر مهال يادې سيمې ته امنيتي ځواكونه ولېږل شول او له جګړې وروسته له وسله والو طالبانو څخه د جګړې په سيمه كې يو ډاډسن موټر او د وژل شوېو كسانو دوه جسدونه هم پاتې شوي دي، خو د ګردېز د ملكي روغتون مسوولین چې د پېښې مړي او ټپیان ور وړل شوي بيا وايي چې دوي ته څلور وژل شوي او همدومره ټپي شوي سړک ساتونکي ور وړل شوي دي.

همدا ډول په پېښه کې د دریو وژل شوېو وسله والو طالبانو جسدونه هم د پکتیا سرې میاشتې ریاست ته ور وړل شوي دي، چې له څېرو او بڼو څخه د همدې سیمې خلک معلومېدل.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د يادې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ادعا کوي چې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دوي له خوا هم دوه تنه ټپیان شوي دي.

بل خوا مجاهد دا هم زياته كړه، چې تېره شپه يې په ګردېز كې مېشتې ۲۰۳ تندر قول اردو هم توغندي توغولي چې په ترڅ كې يې مرګ ژوبله اړولې، خو د يادې قول اردو وياند ډګروال ساعت ګل هوتک دغه ادعا ردوي او زياتوي چې توغندي له قول اردو نه ليرې په يوه شاړه ځمكه كې لږېدلي دي.

د لوګر په التمور سيمه كې د سړک جوړونې په ساتونكو دغه بريد په داسې مهال كېږي چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پكتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ كې هم د سړک جوړونې په يوه مركز بريد شوى و، چې په ترڅ كې يې ۳۷ تنه ووژل شول او تر شلو زيات ټپيان شول.

نظامي كارپوهان وايي، چې په دې وروستيو كې د وسله والو طالبانو له خوا د بدر په نوم پيل شوي عمليات له مخكنيو هغو سره په تكتيكي لحاظ جوت توپير لري، چې له پیلېدو راهیسې يې په لنډ وخت كې سلګونه تنو لوړ پوړو او ټيټ پوړ چارواكو ته مرګ ژوبله اوښتې.
XS
SM
MD
LG