د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

پاکستان:د حقاني شبکې پرضد به بریدونه کوو


پاکستان پریکړه کړې چې په شمالي وزیرستان کې چې د القاعده او طالبانو مهم پناه ځای بلل کیږي لومړی هوایي حملې او بیا مځکني پوځې بریدونه وکړي .

دا خبریوې پاکستانې ورځپاڼې دې هېواد ته د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرې تر سفر څو ورځې وروسته خپور کړی.

میرمن کلنتن له پاکستانه وغوښتل، چې د مخالفو وسله والو پر ضد د جګړې په برخه کې زیاتې هلې ځلې وکړي .

په شمالې وزیرستان کې د جلال الدین حقاني د شبکې غړي ځای پرځای دی.

د حقاني شبکه د افغانستان د طالبانو سره ملګرې ده، داسې فکر کیږي چې دا ډله له القاعده شبکې او همدا شان د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای سره هم له ډیر پخوا نژدې اړیکې لري.

متحد ایالات له ډیرې مودې په شمالي وزیرستان کې د مخالفو وسله والو د منځه تلل په سیمه کې د ثبات د راوستو لپاره ډیر مهم بولي.

دا مسله د اسلام اباد او واشنګتن ترمنځ د ترینګلتیا لامل شوې، پاکستان په شمالي وزیرستان کې د سختو حملو او د حقاني د تعقیب لپاره د متحد ایالاتو فشارونو ته چندان علاقه نه ښودله .

د کارپوهانو په باور اسلام اباد د دې لپاره دا کار کاوه، چې په افغانستان کې د خپل سیال، هند د نفوذ سره خپل توازن وساتي .

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې هم په دې اړه په خپلې یوې مقالې کې لیکلي، متحد ایالات په دې پوهیږي چې،

د افغانستان په جګړې کې تر ټولو ویرونکې یاغي کورنۍ چرته ده؟

امریکايي سرتیري کولاې شي د خوست په یوې ولسوالۍ کې د دې کورنۍ د مشر جلال الدین حقاني ودانۍ وویني، چې په میلیونه ډالره ورباندې لګیدلي دي په دې ودانۍ کې د سیمي خلکو ته لوې جومات جوړشوی چې د پاکستان په خاوره کې د حقاني له مرکز څخه چې ترې عملیات کوي شل میله فاصله لري.

دوې د حقاني د زوی له کارباره هم خبر دې چې د شاه وخوا درې زره مخالفو وسله والو مشري کوي .

همدا شان د روزنې د هغه پیچلې کمپ په اړه هم پوهیږي چې په کې د مقاومت او د افغانستان په پولو کې د توغندېو د ویشتلو کورسونه جوړیږي .

د حقاني کورنۍ تر اوسه د متحد ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو له حملو خوندي پاتې شوې ده.

د امریکايي عسکرو په وینا د حقاني ډلې غړي ته په پاکستان کې پراخې روزنې ورکول کیږي، دوي په ژوندي بڼه د ډزو کولو روزنه تر لاسه کوي .

تیره میاشت دوه امریکايي عسکر په خوست کې د توغندي د حملې په ترڅ کې ووژل شول، لږ تر لږه شک کیږي چې د دې توغندېو څخه یو یې د پاکستان له لوري ویشتل شوی وو .

د حقاني له شبکې سره ښه روزل شوي کسان مرسته کوي، چې دوي د کابل په ګډون له خپل مرکز څخه لرې هدفونه په نښه کړي .

یوه ځان وژونکي روانه میاشت دننه د کابل په یوه پوځې روغتون کې خپل بمونه منفجر کړل، همدا شان پر ډیرو هوټلونو، سفارتونو او لویو دوکانونو باندې حملې هم د حقاني له شبکې سره نسبت ورکول کیږي .
XS
SM
MD
LG