د جرمني مرکزي ښي اړخي واکمن ایتلاف پرهغه پلان موافقه وکړه، چې له مخې یې په هېواد د انرژۍ د تولید ټول اټومي تاسیسات تر۲۰۲۲ کال پورې تړل کیږي.
دغه پریکړه په جرمني کې د اټومي تاسیساتو د مصونیت په اړه له بحثونو وروسته شوې ده.
د اټومي تاسیساتو د مصونیت په اړه دغه بحثونه وروسته له هغه راپورته شوي وچې د مارچ په میاشت کې د جاپان د فوکوشیما اټومي د ستګاه زلزلې او څونامې ویجاړه کړې وه.
په دې پریکړې سره جرمني لومړنی ستر قدرتمند صنعتي هېواد دی چې له اټومي انرژۍ څخه لاس اخلي.
د هغه پلان له مخې چې تیره شپه له خبرو اترو وروسته نن سهار اعلان شو، حکومت به هغه اته اټومي تاسیسات بیا فعال نه کړي چې د جاپان له ناورین د مخه یا وروسته تړل شوي دي.
د جرمني د چاپریال ساتنې د چارو وزیر نوربرټ رویتګین وویل، شپږ نور اټومي تاسیسات به په ۲۰۲۱ کال کې خپل فعالیت پای ته ورسوي او د جرمني پاتې درې اټومي دستګاوې به چې نوې دي، په ۲۰۲۲ کال کې فعالیت پای ورسوي.
جرمني په اوس وخت کې د خپلې اړتیا وړ انرژۍ اتکا پر اټومي انرژۍ په سلو کې څه باندې شل ده.
د دغه پلان له مخې جرمني باید خپله د تجدید وړ انرژي او هغه منابع چې بیا بیا انرژۍ تولیدولی شي وساتي او هغو ته وده ورکړي.