د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

هرات:پر پي ار ټي لا هم جګړه روانه ده


د هرات امنیتي چارواکي وایي، اوس هم د دغه ولایت په پې ار ټي کې د دریو ترڅلور وسله والو له خوا جګړه روانه ده.

د هرات والي داوود سبا نن له غرمې وروسته په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې په دې جګړه کې اته کسه وژل شوي او اووه دیرش نور ټپیان دي.

د والي په خبره په وژل شوېو کې څلور د پې ار ټي ساتونکي او څلور نور ملکیان دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي د حملې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې د دوي څلور ځان وژونکي حمله کوونکي له پې ار ټي سره په جګړه بوخت دي.

داوود سبا په دغه کانفرانس کې د ازادۍ راډیو د خبریال دې پوښتنې ته چې ایا هرات به را روان اوړی له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیت انتقال ته چمتو وي اوکه نه ؟وویل:

دغه حملې به په هیڅ وجه د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې نه کړي او دوي دې ته چمتو دي چې له بهرنیو څخه امنیتي مسولیت په غاړه واخلي.

نور جزئيات وروسته پر ليکه کېږي.
XS
SM
MD
LG