د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

مشرانو جرګه:د ناامنیو د ډیرېدو په اړه له کرزي سره کښېنو


د افغانستان مشرانو جرګې په تیرو څو میاشتو کې څو څو ځلې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د ریاست چارواکي خپلې غونډې ته وربللي خو اوس وايي، چې له دغو چارواکو سره خبرې کومه نتیجه نه ورکوي او دا ځل به له خپله ولسمشر سره د ناامنیو د ډیریدو په اړه خبرې کوي.

مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ په خپلې عمومي غونډه کې د تخار د شنبې د ورځې حمله وغندله او د ناامنیو د وروستیو پېښو په اړه یې چې په هغې کې یو شمېر چارواکي هم ووژل شول، اندیښنه وښودله.

له اوږدو بحثونو وروسته مشرانو جرګې پریکړه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به یې یو هیئت له خپله جمهور رئیس حامد کرزی سره غونډه کوي او د ناامنیو د مخنیوي پر لارو چارو به ورسره خبري کوي، د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزد یار دغه پریکړه داسې اعلان کړه:

(موږ او تاسو په بیا بیا امنیتي چارواکي دلته راغوښتي، هغوي توضیحات ورکړي، استجواب شوي دي، موږ ورسره خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړي، خو له بده مرغه نتیجه یې نه ده ورکړې. اوس د دې وخت رسیدلی چې د دولت له مشر چې کرزی صیب دی، سره کښینو، خبرې ورسره وکړو، خدای دې وکړي، چې دغه غونډه وکولای شي چې د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.)

د شنبې په ورځ یو تن چې د پولیسو جامې یې په تن وې د تخار په مرکز تالقان کې د ولایت مقام ودانۍ ته ننوت او د چارواکو په یوې غونډه کې یې ځان وژونکې حمله وکړه چې په شمال کې د ۲۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داود، د تخارد امنیې قومندان شاه جهان نوري او د دوو جرمنیانو په ګډون یې شپږ تنه یې ووژل او لس نور ټپیان کړل.

تر دې پخوا په تیرو څو میاشتو کې په یو شمېر چارواکو، دولتي تاسیساتو او د بهرنیو ځواکونو په مرکزونو چې کوم بریدونه وشول زیاترو یې داسې کسانو کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې پر تن و.

یو شمېر سناتورانو هم د دغو حملو په اړه اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې وسلوالو مخالفینو په امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړی دی، یوه سناتور ګل احمد اعظمي په دې اړه وویل:

(مخالفینو خپل تکتیک بدل کړی، په امنیتي ځواکونو کې، په پولیسو، اردو او په نورو کشفي ارګانونو کې یې نفوذ کړی، لاره یې په کې کړې او دا زموږ د کشفي ارګانونو ضعف ښيي او د همغږۍ ، د یو پالیسۍ او ستراتیژۍ نشتوالی ښيي.)

د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د وسلوالو طالبانو د نفوذ په اړه افغان چارواکي هم یوه خوله نه دي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل څه موده مخکې تایید کړه چې وسلوالو مخالفینو په امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړی او ویې ویل چې د له منځه وړلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري بیا څو ورځې مخکې په پولیسو کې د وسلوالو مخالفینو د نفوذ خبره رد کړه.

خو داسې ښکاري، دغه مسئله افغان دولت ته یو نوی ګواښ ګرځیدلې چې مخنیوی یې ستونزمن کار بریښي.
XS
SM
MD
LG