د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د تخار والي:بریدګر د میلمه پلاوي په ترکیب کې راننوتی وو


 عبدالجبار تقوا د تخار والي په برید کې ټپي شوی
عبدالجبار تقوا د تخار والي په برید کې ټپي شوی
د تخار والي عبدالجبار تقوا وايي د ځانوژونکې حملې د ترسره کېدو په باب يې معلومات ترلاسه کړي وو او دغه معلومات يې امنيتي ارګانونو ته هم ورکړي وو، خو ځانوژونکي له خاص مهارت څخه په استفادې ځان مخکې کړ او پرون يې په ولايت کې دننه چاودنه وکړه، چې د دې پېښې جزئيات به وڅېړل شي.

د تخار والي چې خپله هم ټپي دی وایي، چې ښایي ځان وژونکی حمله کوونکي د میلمه پلاوي په ترکیب کې د ولایت انګړ ته ننوتلی وو.

عبدالجبار تقوا په روغتون کې خبریالانو ته څرګنده کړه، چې له مخکې د دې ډول پېښې د مخنیوي لپاره په سیمه کې ټینګ امنیتي تدابیرنیول شوي وو:

(له امنیتي پلوه موږ سیمه تر پوښښ لاندې نیولې وه ،زه د دې پېښې په اړه تعجب کوم.

ګمان کوم چې چې حمله کوونکي د میلمنو په ډله کې ځان تنظیم کړی وو او له هغوي سره راغلی وو.)

يوه ځان وژونکي بريدکوونکي چې د پوليسو درېشي يې په تن کړې وه، د تخار د ولايت په انګړ کې ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد پرون مازدیګر وچول ، چې له امله یې په شمال کې د پامير د ٣٠٣ زون عمومي قوماندان لوى پاسوال محمد داود داود، د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال شاه جهان نوري، د تخار د والي سکرټر، د والي يو ساتونکی اودوه جرمني سرتیری ووژل شول.

دغه راز په دې پیښه کې د تخار والي عبدالجبار تقوا ،د ناټو يو قوماندان او اته تنه نور ټپیان شول.

د تخار د پیښې په اړه نور راپورونه دلته کیکاږئ:

جنرال داود او د تخار امنيه قوماندان ووژل شول:

په تخار کې وروستي ځانوژونکي بريد څه پيغام درلود؟
XS
SM
MD
LG