د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

د ګازو د نلليکې په پروژه کې به ٥٠ زرو افغانانو ته کار پيدا شي


د ګازو انتقال، د رېل ګاډي د پټلۍ غزول، د برېښنا تامين او افغانانو ته د کار روزګار برابرول، هغه ګټې دي، چې افغانستان يې له ترکمنستان څخه ترلاسه کولاى شي.

ولسمشر حامد کرزي ترکمنستان ته په خپل سفر کې د دې هېواد له ولسمشر قربانقلي بردي محدودف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل ګاډي د پټلۍ پر غزولو، له ترکمنستان څخه هند او پاکستان ته د ګازو د انتقال د پروژې پر ګړندۍ کېدو موافقه وکړه.

ويل شوي له ترکمنستان سره د اړيکو ټينګېدل به افغانستان ته د سيمې په کچه اقتصادي پرمختګ په برخه کړي.

د ترکمنستان چارواکو تر دې مخکې ويلي وو، افغانستان ته به يې د برېښنا صادرات ښايي د کاله يو اعشاريه شپږ مليارد کيلو واټ ساعتونو ته ورسېږي.

د ګازو هغه نل ليکه چې له افغانستان څخه به تېرېږي د کاله به ٣٣ مليارده مکعب ګاز انتقالوي، چې افغانستان ته هم خاص اهميت لري او امريکا هم د دې پروژې ملاتړ کوي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف وايي، ښايي افغانستان د ګازو د حق العبور له درکه د کاله يو مليارد ډالره عوايد ترلاسه کړي.

ولسمشر کرزى اټکل کوي چې د نلليکې يا پايپ لاين د پروژې پيل به پنځوس زره افغانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

ځينې څارونکي د افغانستان پر امنيتي وضعيت اندېښنه لري، ځکه د ګازو نلليکه د افغانستان له ناامنو سيمو تېرېږي.

راپورونه څرګندوي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېلګاډي پټلۍ به ١٥ کليومتره اوږده وي، د افغانستان شمال به د ترکمنستان له ختيځ سره وتړي او يوه سيمه ييزه انتقالاتي شبکه به ايجاد کړي.
XS
SM
MD
LG