د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

نړيوال پولیس له کندهاره د تښتېدلو بندیانو په لټه کې


دغو بندیانو تیښته د انټرپول د غړو هیوادونو د امنیت لپاره لوی ګواښ وبلل شو.
دغو بندیانو تیښته د انټرپول د غړو هیوادونو د امنیت لپاره لوی ګواښ وبلل شو.
د کندهار له سرپوزې زندان څخه د یوې سمڅې له لارې نږدې دوه میاشتې وړاندې د سلګونه بندیانو تېښتې د افغان چارواکو په ګډون یوشمیر بهرنې چارواکي هم هک پک کړل.

خو اوس اوس نړیوالو پولیسو د افغانستان له انټرپول پولیسو نه د تښتیدلو بندیانو د نیولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د انټر پول عمومي مشرجنرال سید افندي ازادي راډيو ته وویل، چې د دغه بندیانو د نیولو په هدف د انټرپول دغړو هیوادونو او دافغانستان د نړیوالو پولیسو ترمنځ اسناد تبادله شوي.

نوموړی وایي، دوی د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د انټرپول پولیسو ته د تښتیدلو بندیانو د ګوتو نښې او نور اسناد سپارلې دي.

ښاغلی افندي وایي، دا اقدام یې وروسته له هغې وکړ، چې د دغو بندیانو تیښته د انټرپول د غړو هیوادونو د امنیت لپاره لوی ګواښ وبلل شو.

″کله بندیان له کندهار څخه وتښتېدل، نړېوال پولیس په دې خبر وو او د ټولو د ګرفتارۍ امر یې ورکړی، د هغوی ټول اسناد او عکسونه له موږ سره شته او نورو هېوادونو ته مو خپاره کړي دي.

په بهر کې مو له ۱۸۰ هېوادونو سره اړېکې نیولي دي.″

د انټر پول پولیسو ځکه د تښتیدلو بندیانو د موندلو په هدف هڅي پیل کړي، چې داسې رپوټونه موجود دی چې دغه تښتیدلي کسان بیا د وسله والو لیکو ته ورغلي.

د چارو کتونکي د نړیوالو پولیسو له خوا د کندهار زندان د سلګونه بندیانو د تیښتې په هدف پیل کړې هڅې ګټور اقدام بولي.

دوی وایي، په دې ډله تښتیدلو بندیانو کې د طالبانو مهم غړي، د القاعده شبکې پورې تړلي کسان او نور جنایتکاران شامل دي.

د امنیتي چارو کارپوه او د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیال، جنرال عبدالهادي خالد وایي، چې دغه پولیس باید په خپل مینځ کې ډیره همغږي ولري.

″دا کسان یواځې طالبان نه وو، په دې کې القاعده هم وو، تاسې هم پوهیږﺉ چې القاعده د هر هیواد دی، دوی مرز نه پیژني، دوی بې پولې ځواک دی، نو دا په نړیوالو پولیسو پورې ډیره اړه لري، چې دا مساله تعقیب کړي او ځانونه ډاډه کړي، چې د دوی په تیښتې سره یې هیوادونه خوندي دي او که نه.

هغه هیوادونه چې د تروریزم ګواښ ورته متوجه دی باید، په ګډه یې مخنیوی وکړي او د اڼټرپول پولیسان د عمومي پولیسو په توګه باید په دې موضوع کې ښکیل شي.

د افغانستان د نړیوالو پولیسو غړیتوب په ۲۰۰۲ میلادی کال کې تر لاسه کړ، دغه پولیس له یو سله، اته اتیا هیوادونو سره اړیکې لري.

دغه پولیس اوسمهال د افغانستان په نهو سوداګریزو بندرونو، په څلورو هوایي ډګرونو کې فعالیت کوي.

دغه پولیس په روان کال کې نږدې شپاړس جنایکاران چې نورو هیوادونو ته تښتیدلي وو، نیولي دي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG