د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

جنرال داود او د تخار امنيه قوماندان ووژل شول


جنرال داود داود چې پرون ووژل شو
جنرال داود داود چې پرون ووژل شو
په تخار کې چارواکو تایید کړې، چې په شوې ځان وژونکې حمله کې د ۳۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داؤد داؤد او د تخار د امنیې قومندان شاه جهان نوري له څلورو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوي دي.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایی، چې دا چاودنه دشنبې له ماسپښین وروسته هغه مهال د ولایت په ماڼۍ کې دننه وشوه، چې د تخار والي او جګپوړي امنیتي چارواکي په یوه مهمه امنیتي غونډه کې ناست وو.

د ملي اردو يوه مقام چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادۍ راډيو ته وويل بريد کوونکي د پوليسو درېشي په تن کړې وه، چې د غونډې تر ختمېدو وروسته يې چاودنه وکړه. تر اوسه د حمله کوونکي د هويت په باب چارواکو څه نه دي ويلي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم د دې پېښې په باب تر اوسه عکس العمل نه دى څرګند کړى.

د ورکړل شویو رپورټونو له مخې په دې چاودنه کې د تخار والي عبدالجبار تقوا ټپي شوى دى.د تخار د روغتون مسوولينو هم تاييد کړې چې دغه چارواکي وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلى او ویلي يې دي، چې دا حمله په یو داسې وخت کې شوې، چې امنیتي چارواکي په یوه غونډه کې ناست وو.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.

په يوه بل خبر کې ويل شوي چې د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي نن د يوه هيئت په مشرۍ د تخار د پېښې د څېړلو لپاره دغه ولايت ته لاړ. نوموړي د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د امنيتي وضعيت د ښه کولو لپاره به خپلې هڅې زياتوي.

په تخار کې وروستي ځانوژونکي بريد څه پيغام درلود؟دا لنک کیکاږئ
http://pa.azadiradio.org/content/article/24208362.html
XS
SM
MD
LG